په کوز سویلي وزیرستان کې، د غرونو او خاموشو درو ترمنځ پرته واڼا، تل د سخت ژوند، جګړو او بې ثباتۍ له کیسو سره پېژندل کېږي.
خو کله ناکله دلته داسې پېښې هم وشي چې نه د جګړې نښه وي، نه د توپونو شور، بلکې د انسان د زړه هغه تیارهٔ برخه وي چې د ټولنې تر ټولو ژور زخمونه جوړوي.

د واڼا ځایي مشران او ځوانان | انځور شال نیوز / ظفر وزیر
داسې یوه کیسه د ۷ کلن محمد ده…
هغه ماشوم چې د خندا نړۍ یې لا نه وه بشپړه پېژندلې، خو د مرګ په خاموشه لاره یې سفر پای ته ورسېد.
هغه کور چې چوپتیا پکې لوړه شوه
د وانا د فیضلي ډنګې سیمه کې خلک وايي، محمد یو عادي ماشوم و، لوبې یې کولې، د کوڅو خاورې یې په لاسونو کې نیولې، او د ژوند ساده خوږې شیبې یې تعقیبولې. خو د هغه د ژوند تر شا هغه کور و چې د ښکاره سکون لاندې پټ طوفانونه یې لرل.
په پوښتنه ټولنه کې کور د عزت، پردې، غیرت او سکون نوم دی. خو کله چې د همدې کور دننه قهر، طلاق، فاصله او د اړیکو ماتې رامنځته شي، نو د همدې سکون لاندې د درد ډېرې کیسي دفن کېږي.

د واڼا سیمه | انځور شال نیوز / ظفر وزیز
هغه سفر چې د مرګ لور ته روان و
د پولیسو د څېړنو له مخې، د ۱۷ اپرېل ورځ داسې پېل شوه لکه یو عادي سفر. یو پلار، د خپل ناروغ ماشوم نوم اخلي، د موټرسايکل غوښتنه کوي، او د دوست باور ترلاسه کوي.
هیڅوک نه پوهېدل چې د دې سفر منزل روغتون نه، بلکې یو داسې ځای دی چې هلته د یوې کورنۍ راتلونکی په اوبو کې ورکېږي.
محمد له خپل پلار سره روان شو…
هغه لاس چې باید یې د ژوند تکیه وای، د تقدیر تر ټولو سخت اړخ شو.
او بیا… د ډیرو کیسو تر شا هغه خاموشه صحنه رامنځته شوه چې خلک یې یوازې د پایله په توګه اوري، یو ماشوم د اوبو ژورو ته وغورځول شو، او ژوند یې د تل لپاره خاموش شو.
د نه لیدل شوي حقیقت لټون
کله چې د ماشوم جسد وموندل شو، د پېژندنې نشتوالی خپله یوه بله دردناکه کیسه شوه. د ډیرو ورځو لپاره هغه د بې نومه جسد په توګه پاتې ش، په یوه روغتون کې، چرته چې ژوند پای ته رسېږي خو پوښتنې نه ختمېږي.

د خپل ځوې ،محمد، په وژنه تورن کس د واڼا پولیسو په تحویل کې دی | انځور شال نیوز / ظفر وزیر
تر هغه چې د پولیسو تحقیقات پېل شول.
د ډي ایس پي اصغر علي شاه په وینا، دا قضیه عادي نه وه. شواهد، ټکنالوژي، او د صبر سره روانه پلټنه ورو ورو د یوې داسې واقعیت پر لور ولاړه چې ډېر دردناک و، د ماشوم قاتل هغه څوک و چې باید یې ساتنه کړې وای.
کله چې کورنۍ خپله د خپل غم سرچینه شي
په پښتنه ټولنه کې د کورنۍ اړیکي د ژوند بنسټ ګڼل کېږي. پلار د عزت نوم دی، مور د رحمت. خو کله چې دا توازن ګډوډ شي، نو تر ټولو لوي تاوان ماشومان وړي.
پولیس وایي چې د دې پېښې تر شا د کورني شخړو، طلاق او اوږدې رواني کړکېچونو کیسه پرته ده. داسې کورونه چې ظاهراً ژوندي وي، خو دننه یې اړیکې ماتې وي.
او کله چې احساسات د عقل ځای ونیسي، نو پایله یې یوازې غم وي.
د واڼا د خلکو چوپ غم

د واڼا خلک د یوې غونډې/جرګې په موقع | انځور شال نیوز / ظفر وزیر
په سیمه کې خلک لا هم دا کیسه په ټیټو غږونو کوي. ځیني یوازې سرونه ښکته کوي، ځینې د دعا لاسونه پورته کوي، او ځینې د دې پوښتنې سره مخ دي چې: “ایا واقعاً انسان دومره یوازې کېدای شي چې د خپلې ویني پر وړاندې ودرېږي؟”
خو هېڅوک واضح ځواب نه لري.
ځکه دا یوازې د یوه ماشوم کیسه نه ده…
دا د هغه ټولنې انعکاس دی چرته چې خاموش دردونه ډېر وي، خو خبرې لږې.
قانون، عدالت او هغه سوال چې پاتې کېږي
پولیس وایي ملزم نیول شوی، مقدمې درج شوې، او د قانون مطابق به عدالتي کاروایي ترسره شي. خو د قانون له فیصلې سره سره، د خلکو په ذهنونو کې یو بل محاکمه روانه د، د ضمیر، د وجدان، او د انسانیت محاکمه.

وروستۍ کرښه
محمد لاړ…
خو د هغه کیسه پاتې شوه.
او په وانا کې، د غرونو ترمنځ یو خاموش سوال لا هم ګرځي: “کله چې کورونه مات شي، نو د ماشومانو برخلیک څوک ساتي؟

ظفر وزير