استانبول : پاکستان، ترکیه او سعودي عربستان نن، دوشنبه ،د اګست پر ۳۱مه، په استانبول کې د «مکې ګډ دفاعي تړون» له مخې د جوړې شوې ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټۍ لومړۍ غونډه کوي. دا د اګست پر اوومه په مکه کې د تړون له لاسلیک وروسته د درې واړو هېوادونو د لوړپوړو سیاسي او پوځي چارواکو لومړۍ ګډه ناسته ده.
په غونډه کې به د درې واړو هېوادونو خارجه او دفاع وزیران او د پوځونو لوړپوړي مشران ګډون کوي. د پاکستان له خوا نایب وزیراعظم او خارجه وزیر اسحاق ډار، دفاع وزیر خواجه محمد اصف او د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشل عاصم منیر ګډون کوي. عاصم منیر او اسحاق ډار د یکشنبې په ورځ ترکیې ته رسېدلي دي.
د ترکیې خارجه وزارت ویلي دي، چې د دې هېواد خارجه وزیر هاکان فیدان، دفاع وزیر یشار ګولر او د پوځ لوي درستیز جنرال سلجوق بایراقدار اوغلو به هم په غونډه کې ګډون کوي. د سعودي عربستان خارجه او دفاع وزیران او پوځي مشران هم د غونډې برخه دي.
د غونډې د بحثونو تمرکز به د درې واړو هېوادونو ترمنځ پر پوځي همغږۍ، د ګډې دفاع پر عملي لارو، د دفاعي وړتیاوو پر پیاوړتیا او په دفاعي صنعت کې پر همکاریو وي. رویټرز وايي، چې د دفاعي ټکنالوژۍ، ګډ تولید او د پوځونو ترمنځ د ګډ کار د وړتیا پراخول هم د خبرو له مهمو برخو څخه دي.
تر اوسه د ترکیې او پاکستان په رسمي اعلانونو کې د غونډې د دقیق ځای، تالار یا ودانۍ نوم نه دی ښودل شوی او یوازې استانبول د کوربه ښار په توګه یاد شوی دی. دا هم نه ده اعلان شوې چې اصلي ناسته به رسنیو ته پرانیستې وي که د تړلو دروازو تر شا به ترسره کېږي. تر اوسه د غونډې له پای وروسته د ګډې خبري غونډې یا اعلامیې په اړه هم رسمي تفصیل نه دی خپور شوی.
دا کمېټه د هغه ګډ دفاعي تړون له مخې جوړه شوې ده چې پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان د اګست پر اوومه په مکه کې لاسلیک کړی و. د تړون له مخې، پر یو غړي هېواد وسله وال برید پر ټولو درې واړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.
ترکیې تر دې مخکې ویلي وو چې د تړون له مخې به درې واړه هېوادونه ګډ پوځي میکانیزمونه جوړوي، ګډ مشقونه به کوي او په دفاعي صنعت کې به همکاري پراخوي.
اسحاق ډار تر نننۍ غونډې یوه ورځ مخکې په استانبول کې له هاکان فیدان سره هم لیدلي دي. دا لیدنه د ترکیې د خارجه وزارت د استانبول په دفتر کې شوې ده. د پاکستان خارجه وزارت وايي، چې دواړو وزیرانو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، امنیتي او کلتوري اړیکو ترڅنګ د سیمې او نړۍ پر روان وضعیت هم خبرې کړې او د پاکستان او ترکیې د لوړې کچې ستراتیژیکې همکارۍ شورا د راتلونکې غونډې پر زر کولو یې موافقه کړې ده.
د فیلډ مارشل عاصم منیر د استانبول د سفر په ترڅ کې د احتمالي جلا لیدنو په اړه تر دې دمه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. د پاکستان پوځ یوازې دومره ویلي دي چې هغه په رسمي سفر ترکیې ته رسېدلی دی.
د مکې تړون په داسې وخت کې عملي پړاو ته داخلیږي چې په منځني ختیځ کې امنیتي کړکېچ زیات شوی او د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ وروستیو نښتو د سیمې پر امنیت او د انرژۍ پر لارو اغېز کړی دی.
د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان چارواکي وايي، چې تړون د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دی او هدف یې د ګډ دفاع او سیمه ییز امنیت پیاوړتیا ده. د نننۍ لومړۍ غونډې اهمیت په دې کې دی چې درې واړه هېوادونه به د تړون له سیاسي اعلان وروسته د هغه د عملي کولو پر لارو لومړی رسمي بحث کوي.


شال نیوز