مستونګ : د بلوچستان د مستونګ ضلعې د کډکوچې په «ګرو» سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یو کاروان برید شوی دی. ځايي سرچینو ویلي دي، چې برید د شنبې په ورځ، د اګست په ۲۹مه، هغه مهال شوی دی چې د امنیتي ځواکونو کاروان له سیمې تېرېده. تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کره او رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

 

د برید مسئولیت هم تر دې دمه کومې وسله والې ډلې په رسمي ډول نه دی منلی او د بلوچستان حکومت یا امنیتي ادارو د دې تازه پېښې په اړه تفصیلي بیان نه دی خپور کړی.

 

کډکوچه په وروستیو اوونیو کې د پرله‌ پسې امنیتي پېښو شاهده ده. د اګست په ۲۲مه په همدې «ګرو» سیمه کې د سړک غاړې بم د امنیتي ځواکونو یو ګاډی په نښه کړی و؛ پولیسو ویلي وو چې په هغه برید کې یو امنیتي اهلکار وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي وو. له چاودنې وروسته د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې هم شوې وې.

 

مستونګ کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر پر سیکیورټي سکواډ برید؛ د ژوبلو سرتېرو شمېر ۶ ته رسېدلی
مستونګ کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر پر سیکیورټي سکواډ برید؛ د ژوبلو سرتېرو شمېر ۶ ته رسېدلی
بلوچستان : مستونګ کې د سړک غاړې چاودنې یو امنیتي سرتېری وژلی، شپږ نور ژوبل دي
بلوچستان : مستونګ کې د سړک غاړې چاودنې یو امنیتي سرتېری وژلی، شپږ نور ژوبل دي
بلوچستان : د مستونګ په کډکوچه کې یو ځل بیا تر نامعلوم وخته کرفیو نافذه شوه
بلوچستان : د مستونګ په کډکوچه کې یو ځل بیا تر نامعلوم وخته کرفیو نافذه شوه

 

تر دې وړاندې، د اګست په ۱۴مه د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزیر میر ضیاءالله لانګو پر کاروان هم په کډکوچه کې وسله وال برید شوی و. لانګو په برید کې خوندي پاتې شوی و، خو د هغه د کاروان یو شمېر پولیس اهلکار او نور کسان ژوبل شوي وو.

 

د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته د بلوچستان حکومت د اګست له ۲۳مې راهیسې په کډکوچه تحصیل کې نامعلومې مودې لپاره کرفیو هم لګولې ده.