مستونګ : د بلوچستان د مستونګ ضلعې په کډکوچه سیمه کې د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لاره د امنیتي ځواکونو پر ګاډو د سړک غاړې چاودنه شوې ده چې یو امنیتي سرتېری پکې وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي.

 

پولیس وايي، چې چاودېدونکي مواد د ګرو په سیمه کې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي وو او ،د اګست په ۲۳مه، هغه مهال وچاودېدل چې د امنیتي ځواکونو ګاډي له سیمې تېرېدل.

 

د پولیسو په وینا، له چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ ډزې هم شوې دي. بریدګر د اضافي ځواکونو له رسېدو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

 

له پېښې وروسته کوټه ـ کراچۍ لویه لاره د لنډ وخت لپاره د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه او امنیتي ځواکونو په سیمه کې د بریدګرو د موندلو لپاره عملیات پېل کړي دي.

 

تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.