کابل : د بشري حقونو د څار ادارې د طالبانو په نوي پولیس قانون کې په ټول افغانستان کې د هر ډول احتجاج پر بندیز سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه د مخالفو غږونو د محدودولو یوه بله هڅه ده.

 

د طالبانو د عدلیې وزارت په نوي ۸۴ مخیز پولیس قانون کې ویل شوي دي چې «په ټول افغانستان کې هر ډول مظاهرې منع دي.» په قانون کې پولیسو ته د عامه غونډو، لاریونونو او نورو فعالیتونو په اړه پراخ واکونه هم ورکړل شوي دي.

 

د بشري حقونو د څار اداره وايي، چې دا بندیز ښيي طالبان د مخالف نظر، عامه نیوکو او سوله ییز احتجاج لپاره ځای نور هم تنګوي. ادارې ویلي دي، چې د خلکو د سوله ییزې غونډې او احتجاج حق باید خوندي وي.

 

د بښنې نړیوال سازمان هم د احتجاجونو پر بندیز نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا د سوله ییزې غونډې، احتجاج او د بیان د ازادۍ له حقونو سره په ټکر کي دی.

 

په دې وروستیو کې هم د نیولو یو شمېر پېښې راپور شوې دي. د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي، چې د جون په لومړیو کې په هرات کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې د لباس د اصولو د نه مراعتولو په تور نیول شوې وې او د جون پر نهمه د دغو نیونو پر ضد د احتجاج پر مهال یو شمېر نور کسان هم ونیول شول.

 

طالبانو په افغانستان کې پر هر ډول احتجاجي مظاهرو او د عکسونو او ویډیوګانو پر جوړولو بندیز ولګاوه
طالبانو په افغانستان کې پر هر ډول احتجاجي مظاهرو او د عکسونو او ویډیوګانو پر جوړولو بندیز ولګاوه
هرات : د ښځو د نیولو راپورونه؛ د طالبانو د امر بالمعروف پر کړنو بیا نیوکې
هرات : د ښځو د نیولو راپورونه؛ د طالبانو د امر بالمعروف پر کړنو بیا نیوکې
افغانستان : د طالبانو منتقد ښوونکی نویدالله فطرت په هرات کې نیول شوی
افغانستان : د طالبانو منتقد ښوونکی نویدالله فطرت په هرات کې نیول شوی

 

ادارې د اګست پر ۱۳مه ویلي وو چې د ښځو او ماشومانو د حقونو د یوې ادارې شپږ کارکوونکي د جولایۍ له ۱۸مې راهیسې د طالبانو په بند کئ دي او د هغوي د ځای او حالت په اړه کورنیو ته معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

د اګست پر ۲۶مه په هرات کئ د نویدالله فطرت په نوم د یو ښوونکي د نیول کېدو راپور هم ورکړل شوی دی؛ نوموړي څو ورځې وړاندې د طالبانو پر تګلارو ښکاره نیوکې کړې وې، خو طالبانو د هغه د نیولو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.

 

طالبانو د دغو تازه نیوکو په اړه تر اوسه جلا رسمي جواب نه دی ورکړی، خو تر دې وړاندې یې ویلي دي چې په افغانستان کې د اعتراضونو او غونډو لپاره باید د دوي له قوانینو او اصولو سره سم چلند وشي.