هرات : د افغانستان د هرات ښار څخه راپورونه وایي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو د ښار له بېلابېلو سیمو لږ تر لږه پنځه ښځې نیولې دي. ځینو رسنیو او ځایي سرچینو دعوه کړې چې دغه ښځې د حجاب له درلودلو سره سره نیول شوې دي.
د هرات اوسېدونکي وایي، چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو د محتسبینو ګزمې او د ښځو تلاشۍ زیاتې شوې دي او د ښار په ګڼو برخو کې د ښځو پر تګ راتګ سخت نظارت کېږي.
په همدې حال کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند د دغه وزارت د قانون پر عملي کېدو ټینګار کړی دی، خو ځینو دیني عالمانو د یاد قانون پر ځینو مادو نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د قانون ځیني برخې له اسلامي شریعت، د وګړو له اساسي حقونو او فردي ازادیو سره په ټکر کې دي.
یوې مېرمنې، چې رسنیو ته یې غږیز پیغام استولی، دعوه کړې ده چې د سترپړوني د نه اغوستلو په تور د دوو ښځو د نیول کېدو شاهده وه. د هرات یوې بلې اوسېدونکې ویلي دي، چې طالبان د نیول شویو ښځو د خوشې کولو لپاره له کورنیو څخه ۱۳ زره افغانۍ غواړي او له نارینه سرپرست څخه یې دا ژمنه اخلي چې یادې ښځې به له دې وروسته د دوي د تفسیر له مخې له مناسب حجاب پرته له کوره نه وځي.
د هرات یوې اوسېدونکې ویلي دي، چې د ښار له بېلابېلو سیمو نامعلوم شمېر نجونې نیول کېږي او کورنۍ یې نه پوهېږي چې هغوي به تر کومې مودې ساتل کېږي او پر کوم قانوني اساس بېرته خوشې کېږي. د هغې په وینا، دغه وضعیت د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنه زیاته کړې ده.
یو بل اوسېدونکي دعوه کړې ده چې یوه تازه کوژدنه شوې نجلۍ تر نیول کېدو او خوشې کېدو وروسته د کورنۍ له فشار سره مخ شوې، رواني ستونزې یې پیدا کړې او وروسته یې ځان ته اور اچولی چې اوس هم په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د ښځو د حقونو فعالې، ترنم سعیدي، ویلي دي چې د طالبانو دا ډول نیونې او محدودیتونه د ښځو د سیستماتیک حذف یوه برخه ده او افغان ښځې یوازې دا غواړي چې له وېرې پرته عادي ژوند او په ټولنه کې ازاد حضور ولري.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) هم راپور ورکړی و چې په هرات کې نږدې ۳۰ ښځې د طالبانو له لوري د حجاب د مقرراتو د نه مراعاتولو په تور نیول شوې وې.
طالبانو تر اوسه د دغو وروستیو نیونو په اړه په ځانګړي ډول رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو د امر بالمعروف د نوي قانون له نافذېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو پر تګ راتګ او عام حضور څارنه نوره هم سخته شوې ده.


شال نیوز