هرات : سرچینې وايي، چې طالب ځواکونو د چهارشنبې په سهار، د اګست پر ۲۶مه، په هرات ښار کې ښوونکی او د طالبانو منتقد نویدالله فطرت نیولی دی.
د سرچینو په وینا، فطرت د سهار شاوخوا اته بجې د هرات ښار د سینما چوک ته نږدې نیول شوی دی. ویل شوي دي چې طالب ځواکونو له هغه سره یوه کورنۍ هم نیولې ده چې فطرت یې مېلمه کړی و. طالب چارواکو تر اوسه د فطرت د نیولو لامل او دا چې هغه چرته ساتل کېږي، په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.
نویدالله فطرت څو ورځې وړاندې پر خپله فېسبوک پاڼه یوه ویډیو خپره کړې وه چې پکې یې د طالبانو پر کړنو او سیاستونو سختې نیوکې کړې وې.
هغه ویلي وو:
«کېدی شي دا زما وروستۍ ویډیو وي، خو له مرګ مخکې به حقیقت بیان کړم.»
فطرت په ویډیو کې طالبان تورن کړي وو چې پر «قومي موخو یې دیني نقاب اچولی» او له هغوي یې غوښتي وو چې دین له سیاست څخه جلا کړي.
هغه دغه راز طالبان د افغانانو د فرصتونو د له منځه تلو مسوول بللي او تور یې پورې کړی دی و چې ټولنیز نظم یې ګډوډ کړی دی، استبدادي نظام یې واکمن کړی دی او د خپلو سیاسي او قامي موخو لپاره له دین څخه د وسیلې په توګه کار اخلي.
فطرت له دیني عالمانو هم غوښتي وو چې د طالبانو د کړنو په اړه خپل دریځ څرګند کړي. د نوموړي ویډیو په خواله رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوې وه او تر نیول کېدو وړاندې ګڼو کسانو د هغه د امنیت او برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.


شال نیوز