اسلام اباد : د پاکستان د شماریاتو اداره وايي، چې په تېر ۲۰۲۵ـ۲۶م مالي کال کې د پاکستان او د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو ترمنځ تجارت نږدې نیمایي ته راکم شوی دی او له ۴۴۳.۷ میلیونه ډالرو څخه ۲۱۹.۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
د ادارې ،د اګست د ۲۷مې، د شمېرو له مخې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته د پاکستان ایکسپورټ ۴.۱ فیصده کم شوی او ۱۹۰.۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی، خو له دغو هېوادونو امپورټ نږدې ۸۸ فیصده کم شوی او ۲۸.۵ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی دی.
په دې موده کې تر ټولو لوي کمی په امپورټ کې راغلی، په داسې حال کې چې د پاکستان ایکسپورټ لږ کم شوی دی.
پاکستان له مرکزي اسیا سره ګډه ځمکنۍ پوله نه لري او د سیمې له هېوادونو سره د ځمکني تجارت لپاره تر ډېره د افغانستان پر لارو تکیه کوي. د سرحدي لارو بندېدل او د مالونو په تګ راتګ کې ځنډ د سوداګرو لګښت او د سفر وخت زیاتوي، خو د شماریاتو اداره د تجارت د کمېدو کوم یو ځانګړی علت نه ښيي.
قزاقستان له ۱۰۴.۳ میلیونه ډالرو زیات تجارت سره د دغو پنځو هېوادونو په منځ کې د پاکستان تر ټولو لوي تجارتي شریک پاتې شوی دی، ورپسې ازبکستان دی. پاکستان، افغانستان او ازبکستان د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ پر یوې منصوبې هم کار کوي، چې موخه یې د مرکزي اسیا هېوادونه د پاکستان له بندرونو سره نښلول دي.


شال نیوز