واشنګټن : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره انعامونه» پروګرام د چهارشنبې په ورځ، د ۲۰۲۶م کال د اګست پر ۲۶مه، وویل چې د داعش-خراسان د دوو مهمو مشرانو، عبیدالله او ثناءالله غفاري، د پېژندنې یا د هغوي د ځای معلومولو په اړه د معلوماتو لپاره تر ۱۸ میلیونه ډالرو پورې انعام ورکول کېږي.

 

د پروګرام د تازه معلوماتو له مخې، د عبیدالله په اړه د داسې معلوماتو لپاره تر ۱۰ میلیونه ډالرو پورې انعام ټاکل شوی دی چې د هغه په پېژندلو یا د ځای په معلومولو کې مرسته وکړي. امریکا هغه د داعش-خراسان له مهمو مشرانو څخه بولي.

 

عبیدالله د صلاح‌ الدین او مولوي رجب په نومونو هم پېژندل کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې هغه د داعش-خراسان د بریدونو په پلانولو، د وسله والو ډلو په قومانده او د دې ډلې د مالي چارو په سمبالولو کې مهم رول لري.

 

د «عدالت لپاره انعامونه» پروګرام وايي، چې عبیدالله د داعش د «الصدیق» دفتر له لارې د دې ډلې له مالي شبکې سره هم تړاو لري. د امریکا په وینا، دا دفتر په اسیا کې د داعش د اړوندو شبکو او څانګو مالي چارې همغږي کوي.

 

امریکا پر حزب‌ الله تازه بندیزونه ولګول؛ لس نور کسان هم د بندیزونو په نوملړ کې شامل شول
امریکا پر حزب‌ الله تازه بندیزونه ولګول؛ لس نور کسان هم د بندیزونو په نوملړ کې شامل شول

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داعش-خراسان د مشر ثناءالله غفاري، چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی، په اړه هم انعام ټاکلی دی. د پروګرام پر اصلي پاڼه د هغه لپاره تر اته میلیونه ډالرو پورې انعام ښودل شوی دی.

 

د امریکا د معلوماتو له مخې، شهاب المهاجر په ۱۹۹۴م کال کې په افغانستان کې زېږېدلی او د ۲۰۲۰م کال په جون کې د داعش-خراسان مشر ټاکل شوی و. امریکايي چارواکي وايي، چې هغه د داعش-خراسان د عملیاتو د منظورولو او د بریدونو لپاره د مالي سرچینو په برابرولو کې مهم رول لري.

 

خو د شهاب المهاجر لپاره انعام نوی نه دی. امریکا د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې هم د هغه د پېژندنې یا د ځای معلومولو لپاره تر ۱۰ میلیونه ډالرو پورې انعام اعلان کړی و. د اګست پر ۲۶مه خپرو شوو معلوماتو له مخې، د عبیدالله او شهاب المهاجر لپاره اعلان شوي انعامونه په ګډه تر ۱۸ میلیونه ډالرو پورې رسېږي.