واشنګټن : امریکا پر حزب‌ الله تازه اقتصادي بندیزونه لګولي او ویلي یې دي چې دغه ډله د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک تر لارښوونې او ملاتړ لاندې فعالیت کوي.

د امریکا د خزانې وزارت ،د اګست پر ۲۰مه، اعلان وکړ چې حزب‌ الله یې د ایران له حکومت او د سپاه پاسداران له قدس ځواک سره د اړیکو له امله یو ځل بیا د بندیزونو تر ځانګړي چوکاټ لاندې راوستی دی. د امریکا په وینا، هدف یې د حزب‌ الله د مالي سرچینو، د پیسو د لېږد شبکو او له ایران سره د دې ډلې د مالي اړیکو محدودول دي.

د تازه اقدام له مخې، لس کسان هم د امریکا د بندیزونو په نوملړ ک  شامل شوي دي. په دوي کې یو ترکي سوداګر هم شامل دی چې امریکايي چارواکي یې د پیسو د لېږد د یوې سیمه‌ ییزې شبکې په چلولو تورنوي. د واشنګټن په وینا، دغه شبکه د صرافیو او مخکښو شرکتونو په وسیله حزب‌ الله ته د پیسو په رسولو کې مرسته کوله.

د بندیزونو له مخې به په امریکا کې د نومول شوو کسانو او ادارو شتمنۍ کنګل کېږي او امریکايي وګړي او شرکتونه به ورسره له ډېرو مالي او سوداګریزو راکړو ورکړو منع وي.

 

امریکا حزب‌ الله له ۱۹۹۷م کال راهیسې د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې ساتلی دی او په ۲۰۰۱م کال کې یې د نړیوال ترهګر سازمان په توګه هم نومولی و. تازه اقدام د ایران پر حکومت د واشنګټن د اقتصادي فشار د پراخېدو په ترڅ کې شوی دی.

ایران او حزب‌ الله تر دې وړاندې د امریکا بندیزونه سیاسي فشار بللی او د واشنګټن تورونه یې رد کړي دي.