دته خیل : د شمالي وزیرستان د دته خېلو تحصیل په خدرخېل مرکزي بازار کې د منظور شوي سرکاري ډګري کالج د ځای د مبینه بدلولو پر ضد ولسي احتجاج نن ،د اکست په ۲۵مه، په دویمه ورځ هم جاري دی.
په احتجاج کې ځایي ولس، زده کوونکي، ځوانان او د سول سوسایټۍ غړي برخه اخلي. احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د دته خېلو لپاره منظور شوی ډګري کالج دې د تحصیل په مرکزي سیمه، دته خېلو، کې جوړ کړل شي.
احتجاج کوونکي وايي، چې د کالج ځای له دته خېلو نه لانډ محمدخېلو ته د منتقلولو خبرونو په سیمه کې اندېښنې پیدا کړې دي. د دوي په وینا، دته خېل د تحصیل د بېلابېلو کلیو او اباديو لپاره نسبتاً مرکزي او د رسېدو اسانه ځای دی.
دوي وايي، چې که کالج بلې سیمې ته منتقل کړل شي، نو د لرې پرتو کلیو ګڼ زده کوونکي به د تګ راتګ او لوړو زده کړو په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخ شي.
ځايي ولس وايي، چې شمالي وزیرستان له ډېرې مودې راهسې د لوړو زده کړو له کمو سهولتونو سره مخ دی او د سیمې د ځوانانو لپاره د ډګري کالج جوړېدل یوه مهمه تعلیمي اړتیا ده.
احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د کالج د ځای په ټاکلو کې دې د زده کوونکو، والدینو، ځایي ولس او سول سوسایټۍ رایې ته هم پام وکړل شي. د احتجاج ګډونوال وايي، چې د دوي احتجاج پرامنه دی او د کوم شخص يا ادارې پر ضد نه دی، بلکي د سیمې د ځوانانو د تعلیمي حق لپاره دی.
دوي له حکومته غوښتنه کوي چې د ډګري کالج د ځای په اړه صورتحال واضح کړي، فیصله په شفافه طریقه وکړي او کالج په داسې ځای کې جوړ کړي چې د دته خېلو تر ټولو ډېرو زده کوونکو ته د لوړو زده کړو اسانه موقع برابره شي.


صفدر داوړ