بره دیر : د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید د بره دیر دوره کړې او په واړۍ کې یې د پولیسو نوی جوړ شوی د اسانتیاوو مرکز پرانیستی دی.

 

د بره دیر پولیس وايي، د پولیسو مشر ،د اګست په ۲۴مه، د خپلې دورې پر مهال د ضلعي پولیسو مشر اسلم نواز او ډپټي کمشنر منظور احمد اپریدي سره ولیدل او وروسته یې په واړۍ کې د پولیسو، ضلعي انتظامیې او د سیمې د مشرانو په جرګه کې ګډون وکړ.

 

ذوالفقار حمید وویل، چې په نوي مرکز کې به خلکو ته د ډرایونګ لایسنس، پولیس کلیرنس، کریکټر سرټیفیکیټ او د شکایتونو د درج کولو په ګډون بېلابېل پولیس خدمات د ډیجیټل نظام له لارې په یوه ځای کې ورکول کېږي.

 

بر دیر کې د وسله والو تر برید وروسته ۲۷ محاصره پولیس روغ را ایستل شوي
بر دیر کې د وسله والو تر برید وروسته ۲۷ محاصره پولیس روغ را ایستل شوي

 

په جرګه کې د بره دیر پر امنیتي وضعیت، د پولیسو پر اړتیاوو، د سیمې د مشرانو پر وړاندیزونو او له امنیتي ادارو سره د ولس پر همکارۍ خبرې وشوې.

 

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر وویل، چې په بره دیر کې د پولیسو وړتیا د زیاتولو لپاره به عصري وسلې، نوي موټر، زغره وال ګاډي، ډرون کیمرې، نایټ ویژن وسایل او نورې نوې ټکنالوجۍ ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه چې د پولیسو تاڼې او پوستې به هم په عصري اسانتیاوو سمبالې شي.

 

د سیمې مشرانو په جرګه کې د امنیت په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل او له پولیسو او نورو امنیتي ادارو سره یې د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.