بر دیر : د بر دیر په پاکستان ـ افغانستان پولې ته نږدې د دوه بندو په سیمه کې د پولیسو پر یو چیک پوسټ د وسله والو تر برید او له هغې وروسته تر اوږدې نښتې وروسته، ۲۷ پولیس سرتېري چې په پوسته کې کلابند پاتې وو، روغ رمټ را ایستل شوي دي.

سیمه‌ ییزې سرچینې وايي، چې برید ،د اګست په ۱۲مې، د شپې شوی و او د پولیسو او وسله والو ترمنځ ډزې د شپې تر ناوخته روانې وې. د سرچینو په وینا، په نښته کې پولیسو ته مرګ‌ ژوبله نه ده اوښتې.

د پېښې د خبر له خپرېدو وروسته د بر دیر د نهاګ درې او شاوخوا سیمو په جوماتونو کې اعلانونه وشول او له خلکو وغوښتل شول چې د پولیسو ملاتړ ته ورشي. له دغو اعلانونو وروسته د سیمې خلک، قامي مشران او سیاسي مخور د قافلو په بڼه د دوه بندو سیمې پر لور روان شول.

په ورغلو مشرانو کې حاجي ملک بهرام خان، پخوانی ایم‌ پي‌ ای ملک شیر بهادر خان، پخوانی ایم‌ پي‌ ای صاحبزاده ثناالله او یو شمېر نور قامي مشران شامل وو.

د سیمه‌ ییزو سرچینو په وینا، پولیسو، ځانګړو پولیس ځواکونو او ځايي مشرانو وروسته په ګډه د هغو پولیسو د را ایستلو لپاره اقدام وکړ چې د دوه بندو په چیک پوسټونو کې د وسله والو د موجودیت له امله کلابند پاتې وو.

سرچینې وايي، چې په دې کارروایۍ کې ۲۷ پولیس سرتېري روغ رمټ له پوستو راووېستل شول. کله چې پولیس خوندي سیمې ته ورسېدل، ځايي خلکو او قامي مشرانو یې هرکلی وکړ او د ستاینې په توګه یې ورته د ګلونو هارونه ور واچول.

د پېښې وروسته په سیمه کې امنیتي تدابیر هم سخت شوي او پولیسو د دوه بندو او شاوخوا غرنیو سیمو څارنه زیاته کړې ده.

په همدې لړ کې د ملاکنډ رېنج ډي‌ ایي جي ،سید فدا حسین، د اګست پر ۱۴مه، بر دیر ته رسېدلی دی. سیمه‌ ییزې سرچینې وايي، چې هغه له پولیس افسرانو، قامي مشرانو او د سیمې له مخورو سره لیدلي او د امنیتي وضعیت په اړه یې غونډې ته وینا کړې ده.





تر اوسه پولیسو په رسمي ډول نه دي ویلي چې په برید کې څومره وسله والو برخه اخیستې وه، د کومې ډلې غړي وو او له نښتې وروسته کوم لوري ته تللي دي. همداراز د وسله والو د احتمالي مرګ‌ ژوبلې په اړه هم تر اوسه کره او رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

بلخوا، د تحریک طالبان باکستان (ټي ټي پي) وسله والې ډلې دا برید تایید کړی او د برید زمه واري یې منلې ده، خو د وسله والو شمېر او مرګ ژوبلې په اړه یې نور تفصیل ندی خپور کړی.

د بر دیر سرحدي او غرنیو سیمو کې په وروستیو میاشتو کې د وسله والو د فعالیتونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، او ځايي خلک له حکومت او امنیتي ادارو غواړي چې په سیمه کې دایمي امنیت ټینګ او د وسله والو د تګ راتګ مخه ونیسي.