د هندوکش او همالیا په غرونو کې د واورو د کېدو کچه د معمول نه ۲۷.۸ سلنه کمه شوې ده چې ورسره د پاکستان په شمول د سیمي د دوه اربو نه د زیاتو خلکو دپاره د اوبو د سخت کمښت خطر راولاړ شوی دی.

 

د غره ییزو سیمو د پرمختګ نړیوال مرکز یا ‘ايي سي ايي ایم او ډي’ په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې دا پرله پسې څلورم کال دی چې په دې غرونو کې د واورې کچه د عام حالاتو نه کمه پاتې شوې ده او د اباسین په ګډون د سیمي د ۱۲ لویو دریابونو نه د ۱۰ هغو د اوبو په ذخیریو کې د پام وړ کمی راغلی دی.

 

راپور ښيي چې د اباسین په حوزه کې د واورې د تم کېدو یا پاتې کېدو کچه ۱۸ سلنه کمه شوې ده او که چرته په راتلونکي پسرلي کې بارانونه هم د معمول نه کم وي نو ورسره به نه یوازې په دریابونو کې د اوبو بهیر کم شي بلکې د ځمکې لاندې اوبو راویستل به هم زیات شي چې ورسره د وچکالۍ یا قحطۍ خطره نوره هم زیاتېدلی شي.

 

په کال ۲۰۲۰ کې د اباسین د اوبو ذخیره په ښه حالت کې وه خو په ۲۰۲۴ کې دا کچه ۲۴.۵ سلنه کمه شوه چې په تېرو ۲۴ کلونو کې تر ټولو ټیټه کچه وه او سږ کال هم دا کمښت ۱۸.۱ سلنه ریکارډ شوی دی کوم چې د هغو ۳۰۰ میلیونو خلکو ژوند اغېزمنولی شي څوک چې د خپلې کروندګرۍ او څښاک دپاره د اباسین په اوبو تکیه کوي.

 

 

د اټګ په مقام، په کال ۲۰۲۰م کې د اباسین د اوبو کچه | انځور شال نبوز / شیراز خان

 

 

د پوهانو په وینا د واورو دغه کمښت یو داسې نظامي بدلون دی چې د میلاو، میکونګ او تاریم په څېر دریابونو کې یې د تېرو ۲۴ کلونو ریکارډونه مات کړي دي او دا وضعیت په راتلونکي اوړي کې د اوبو د نشتوالي په اړه سخت تشویشونه پېدا کوي. د دې صورتحال د هواري دپاره ‘ایي سي ايي ایم او ډي’ حکومتونو ته مشوره ورکړې ده چې د اوبو د وېش او د وچکالۍ د مخنیوي دپاره د وړاندې نه منظمې تګلارې جوړې کړي او د ساینسي معلوماتو په رڼا کې د اوبو د انتظام دپاره په خپلو کې سیمه ییزه همکاري زیاته کړي ځکه چې که دا کار ونکړی شو نو هر راتلونکی کال به د وچکالۍ ضربه نوره هم سخته وي.

 

په روانو حالاتو کې د اباسین، هلمند او آمو دریاب په غاړه مېشت زمیندار به د فصلونو د اوبولو په سر د سختو ستونزو سره مخ وي او د بجلۍ پېدا کولو کارخانې به هم د اوبو د کمي له وجې پوره بجلي نشي پېدا کولی.

 

د اباسین د اوبو نږدې ۴۰ فیصده برخه د غرو د واورو نه راځي او کله چې دا سرچینه کمه شي نو دا د ټولې سیمي په زراعت، اقتصاد او د خلکو په روزګار مستقیمه بده اغېزه کوي.

 

د واورو په بحران کې د ګنګا او ایرواډي خوشبختي؛ د اوبو کچه د معمول نه زیاته ریکارډ شوې
 

په داسې حال کې چې د سیمي په ډېرو برخو کې د واورو د کمښت له وجې د اوبو د قحطۍ ویرې سیوری غوړولی، د ګنګا او ایرواډي دریابونو په حوزه کې د واورې د تم کېدو کچه د معمول نه زیاته لیدل شوې ده. د ‘ایي سي ايي ایم او ډي’ د کال ۲۰۲۶ په تازه راپور کې ویل شوي دي چې د هندوکش او همالیا په ۱۲ لویو حوزو کې یوازې همدا دوه دریابونه دي چې د واورې د کمښت له بحران نه په امن پاتې شوي او پکې د واورې کچه د عام حالاتو نه سیوا ده.

 

د دې راپور ترمخه، د مېکانګ، تاریم او تبت په څېر سیمو کې د واورو کچه په تېرو ۲۴ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته غورځېدلې ده، خو د ګنګا او ایرواډي په غاړه مېشت ولسونه به سږ کال د اوبو د رسد په حواله د یو څه ډاډمن وي. پوهان وايي چې د ایرواډي دریاب، کوم چې د میانمار ژوندۍ رګ بلل کېږي، د واورو دغه ښه کچه به په سیمه کې د زراعت او د بجلۍ د پېداوار دپاره ډېره ګټوره ثابته شي.

 

خو د دې خوشبختۍ سره سره، کارپوهان خبرداری ورکوي چې په مجموعي توګه د سیمي په نورو لسو لویو دریابونو کې د واورې پرله پسې کمښت یو خطرناک صورتحال دی. دا افوا نه ده بلکې یو حقیقت دی چې که چرې د ګنګا او ایرواډي نه سوا په نورو حوزو کې د واورو دغه کمښت همداسې روان وي، نو په راتلونکي وخت کې به د سیمي په اربونو خلک د اوبو د سخت جنګ او قحطۍ سره مخ شي.

 

دا وخت په ټولنیزو رسنیو او عامه حلقو کې د موسمیاتي بدلون په اړه بېلابېل افواهان خپرېږي، خو ساینسي ارقام ښيي چې د واورو دغه کمښت یو داسې نظامي بدلون دی چې یوازې د ایرواډي او ګنګا په څېر یو څو حوزې ترې تر اوسه په امن دي.

 

د ماهرینو په وینا، د اوبو د دې کمي نه د بچ کېدو یوازینۍ لاره دا ده چې د اوبو د انتظام دپاره په سیمه ییزه کچه نوې او عصري تګلارې جوړې کړی شي ترڅو د راتلونکي نسلونو ژوند خوندي شي.