پېښور : د جمعیت علمای اسلام مشر ،مولانا فضل الرحمان، وايي چې په پاکستان کې د وروستۍ قانون‌ سازۍ له لارې د بری پوځ، بحریې او هوايي ځواک په اړه یو شمېر مهم انتظامي واکونه یو کس ته متمرکز شوي او ،د ده په وینا، د پارلیمان او وفاقي حکومت واکونه هم محدود شوي دي.

 

مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې ،د اګست پر ۲۳مه، په پېښور کې د جمعیت علمای اسلام د خیبر پښتونخوا له خوا جوړ شوي ورکرز کنونشن ته د وینا پر مهال کړې دي. هغه وویل، چې وروستۍ قانون‌ سازي په ډېره بیړه شوې، پرې کافي بحث نه دی شوی او اپوزېشن ګوندونو هم د قانون ټول اړخونه په تفصیل نه دي ارزولي.

 

فضل الرحمان دعوه وکړه چې د نوې قانون‌ سازۍ له مخې هغه یو شمېر واکونه چې پخوا به د وفاقي حکومت له لارې استعمالېدل، اوس د پوځي قوماندې په نوي جوړښت کې یو فرد ته متمرکز شوي دي. نوموړي وویل، چې په دغو واکونو کې د ځینو پوځي افسرانو د ملازمت د مودې غځول، له دندې لیرې کول او د استعفا د منظورولو یا نه منظورولو په څېر فیصلې هم شاملې دي.

 

پاکستان کې نوی دفاعي قانون منظور شو؛ د پوځ مشر ته د درې واړو ځواکونو د ګډې قوماندې پراخ واکونه ورکړل شول
پاکستان کې نوی دفاعي قانون منظور شو؛ د پوځ مشر ته د درې واړو ځواکونو د ګډې قوماندې پراخ واکونه ورکړل شول

 

هغه زیاته کړه چې دا انتظام یوازې د بری پوځ تر کچې محدود نه دی، بلکې بحریه او هوايي ځواک هم پکې شامل دي. فضل الرحمان وویل، چې د ده په اند هغه واکونه چې باید د وفاقي حکومت او پارلیمان په اختیار کې پاتې وای، د وروستۍ قانون‌ سازۍ له امله تر ډېر یوه فرد ته انتقال شوي دي.

 

هغه د قانون‌ سازۍ پر طریقې هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې اپوزېشن په پارلیمان کې یوازې په واک‌ اوټ یا د اجلاس په پرېښودلو بسنه کړې، خو د داسې مهمو بدلونونو پر ضد یې ګډ او اغېزمن پارلیماني دریځ نه دی خپل کړی.

 

فضل الرحمان وویل، چې جمعیت علمای اسلام د پاکستان لپاره د قوي دفاعي نظام ملاتړ کوي، خو د ده په وینا، پوځ باید په سیاست کې مداخله ونه کړي او هره اداره باید د ایین له مخې په خپله ټاکلې دایره کې کار وکړي.

 

د فضل الرحمان دا خبرې د پاکستان د ۲۷م ایيني ترمیم او ورپسې د بری پوځ، بحریې او هوايي ځواک په قوانینو کې له شویو بدلونونو سره تړاو لري.

 

د ۲۰۲۵م کال د ۲۷م ایيني ترمیم له مخې د پاکستان د پوځ مشر هم‌ مهاله د «چیف اف ډیفنس فورسز» په توګه ټاکل کېږي. له دې بدلون سره د «چییرمېن جواینټ چیفس اف سټاف کمېټۍ» پخوانی منصب ختم شوی او د درې واړو وسله‌ والو ځواکونو د ګډې قوماندې په جوړښت کې بدلون راغلی دی.

 

خو د پاکستان د ایین ۲۴۳مه ماده لا هم وايي چې د وسله‌ والو ځواکونو عمومي کنټرول او قومانده د وفاقي حکومت په اختیار کې ده، په داسې حال کې چې د بری پوځ، بحریې او هوايي ځواک مشران ولسمشر د وزیراعظم په مشوره ټاکي.

 

د پاکستان د قامي اسمبلۍ رسمي ریکارډ ښيي چې د ۲۷م ایيني ترمیم تر منظورېدو یوه ورځ وروسته، د نومبر پر ۱۴مه، د پاکستان ارمي، اېیر فورس او نېوي ترمیمي قوانین هم منظور شوي وو، څو د وسله‌ والو ځواکونو قوانین د نوي «چیف اف ډیفنس فورسز» له جوړښت سره برابر شي.

 

د ارمي ترمیمي قانون له مخې د پوځ مشر، چې هم‌ مهاله د چیف اف ډیفنس فورسز منصب هم لري، د درې واړو ځواکونو د ګډ تنظیم، همغږۍ او دفاعي جوړښت په یو شمېر چارو کې پراخ رول لري.

 

د حکومت یا پوځ له خوا د فضل الرحمان د اګست د ۲۳مې د دغو مشخصو څرګندونو په اړه تر اوسه کوم تازه تفصیلي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.