اسلام اباد : د پاکستان قامي اسمبلۍ ،د اګست پر ۲۰مه، د دفاعي ځواکونو قانون ۲۰۲۶م او د قامي قوماندې ادارې په قانون کې ترمیم په اکثریت رایو منظور کړ.
د نوي قانون له مخې د پاکستان د پوځ مشر، چې د دفاعي ځواکونو مشر هم دی، د ځمکني پوځ، هوايي ځواک او سمندري ځواک د ګډو عملیاتو او پوځي همغږۍ تر ټولو لوړ پوځي چارواکی شو.
د قانون له منظورېدو سره د درې واړو ځواکونو د ګډو عملیاتو د پلان جوړولو، د هغوي ترمنځ د همغږۍ او د ګډو پوځي چارو د څارنې واکونه د دفاعي ځواکونو د مشر تر مشرۍ لاندې راغلل.
په پخواني نظام کې د درې واړو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ لپاره جلا لوړپوړی پوځي دفتر موجود و، خو اوس نوی نظام دغه واکونه د دفاعي ځواکونو د مشر په دفتر کې راټولوي.
د نوي قانون له مخې د دفاعي ځواکونو مشر د قامي ستراتیژیکې قوماندې د مشر د ټاکلو لپاره هم وزیراعظم ته نوم وړاندیزولی شي. دغه قومانده د پاکستان له ستراتیژیکو پوځي ځواکونو سره تړاو لري.ړخو د پاکستان د اټومي وسلو د استعمال وروستۍ پرېکړه لا هم د قامي قوماندې ادارې په واک کې ده، چې مشري یې وزیراعظم کوي.
په ساده ټکو، له دې قانون سره د پاکستان د پوځ مشر یوازې د ځمکني پوځ مشر نه دی، بلکې د درې واړو وسله والو ځواکونو د ګډو پوځي عملیاتو تر ټولو لوړ قوماندان هم شو.
اپوزېشن د قانون د منظورۍ پر طریقه اعتراض وکړ او ویې ویل چې مسودې په بیړه وړاندې شوې او د مطالعې لپاره کافي وخت نه و ورکړل شوی. اپوزېشن د اعتراض په توګه د رایې اچونې بهیر بایکاټ کړ.


شال نیوز