ملبورن : د اسټرالیا په ملبورن ښار کې ،د اګست په ۲۳مه، د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت یوه لویه کلتوري غونډه شوې ده، چې د بېلابېلو افغان ټولنو استازو، ټولنیزو مشرانو، د بشري حقونو فعالانو، ښځو، نجونو، ځوانانو او د اسټرالیا د پارلمان یو شمېر غړو پکې ګډون کړی و.

 

افغانستان د ۱۹۱۹م کال د اګست پر ۱۹مه له برتانیې څخه د خپل بهرني سیاست خپلواکي ترلاسه کړې وه او سږ کال یې ۱۰۷مه کلیزه ده. غونډه د افغانستان د ملي سرود په غږولو پېل شوه او ګډونوالو د افغانستان پر تاریخ، ملي پېژندګلو، کلتوري میراث او د افغانانو ترمنځ پر یووالي خبرې وکړې.

 

 

 

 

د ویکټوریا د پارلمان غړې بلینډا ولسن، چې د اسټرالیا د کارګر ګوند غړې ده، افغانانو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه او د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، ازادۍ او حقونو د ملاتړ خبره یې وکړه. د ویکټوریا د پارلمان رسمي معلومات هم ښيي چې ولسن د نارې وارن نارت سیمې منتخب استازې او د کارګر ګوند غړې ده.

 

په غونډه کې د پاچا امان الله خان د مېرمنې ملکې ثریا تاریخي کردار هم یاد شو او ویناوالو وویل، چې هغې د ښځو د تعلیم، ټولنیز پرمختګ او د نجونو لپاره د نویو موقعو په پیدا کولو کې مهم رول لوبولی و.

 

افغان بشري حقونو فعال او خپلواک خبریال جهانزېب ویسا وویل، چې په اسټرالیا کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ لمانځل یوازې د یوې تاریخي پېښې یادول نه دي، بلکې د افغانانو د ملي پېژندګلو، تاریخ او کلتوري میراث د ساتلو یوه مهمه لار هم ده.

 

افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه لمانځي؛ د یووالي او ملي همغږۍ غږونه تازه شوي
افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه لمانځي؛ د یووالي او ملي همغږۍ غږونه تازه شوي
د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه : حامد کرزي یو ځل بیا د ملي یووالي او زده‌ کړو پر ارزښت ټینګار کړی دی
د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه : حامد کرزي یو ځل بیا د ملي یووالي او زده‌ کړو پر ارزښت ټینګار کړی دی

 

نوموړي وویل، چې د اسټرالیا په بېلابېلو ایالتونو او ښارونو کې د خپلواکۍ د ورځې غونډې د افغانانو د ګډې پېژندګلو او یووالي څرګندونه کوي او په ځانګړي ډول ځوان نسل له خپل تاریخ او کلتور سره تړي.

 

په غونډه کې د افغانستان دودیزې جامې، کلتوري نښې او نور هنري او کلتوري توکي هم نندارې ته وړاندې شول. ښځو، نجونو او ځوانانو په پروګرام کې فعاله برخه لرله. ګډونوالو وویل، چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ باید د قامي، ژبنیو او سیمه‌ ییزو توپیرونو پرته د ټولو افغانانو د ګډ تاریخ او ملي ویاړ په توګه ولمانځل شي.