کابل : افغانستان نن، د اګست ۱۹مه، د خپلې خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه لمانځي؛ هغه تاریخي ورځ چې په ۱۹۱۹م کال کې افغانستان د درېیمې افغان ـ انګرېز جګړې او ورپسې سیاسي بدلونونو وروسته د خپلو بهرنیو چارو بشپړ واک ترلاسه کړ.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اسد ۲۸مه، چې سږ کال د اګست له ۱۹مې سره برابره ده، د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې ده. د باختر دولتي خبري اژانس هم دغه اعلان خپور کړی دی.
د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په افغانستان او بهر کې یو شمېر افغان سیاسي، مدني او ټولنیزو شخصیتونو د دې ورځې تاریخي ارزښت یاد کړی او د قامي او سیاسي اختلافونو پر ځای یې د ملي یووالي، پوهې او ګډ مسئولیت غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د پوځ لوي درستیز ،فصیح الدین فطرت، د طالبانو مخالفانو ته ویلي دي، چې هغوي هیڅکله نه شي کولی دغه ډله وننګوي او له هغوي یې غوښتي دي چې د دسیسو جوړولو پر ځای هېواد ته راستانه شي.
فطرت له انګریزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې که د طالبانو مخالفان د دې ډلې پر وړاندې کوم اقدام وکړي، نو له قاطع، جدي او ځپونکي غبرګون سره به مخ شي.
ډاکټر بسم الله «م» په خپل پیغام کې ویلي دي، چې د اګست ۱۹مه یوازې یوه تقویمي نېټه نه ده، بلکې د هغو افغانانو د ګډې مبارزې یاد دی چې د بېلابېلو قامونو او سیمو څخه راپاڅېدل او د خپل هېواد د سیاسي خپلواکۍ لپاره یې مبارزه وکړه.
هغه ویلي دي، چې د نن نسل باید د افغانستان له تېر تاریخ څخه زده کړه وکړي او پرېنږدي چې قامي، ژبني، مذهبي او سیاسي اختلافونه د افغانانو ترمنځ واټن نور هم زیات کړي. نوموړي په خپل پیغام کې فکر، پوهه، عقل، زغم او یووالی د اوسني نسل مهم ځواکونه بللي او ټینګار یې کړی دی چې د افغانستان د راتلونکي لپاره ملي همغږي او د خلکو ترمنځ ګډ تفاهم ضروري دی.
د حزب اسلامي ګوند مشر ،ګلبدین حکمتیار، وایي چې د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ روانه لانجه په حقیقت کې د نوې ډیلي او اسلام اباد جګړه ده چې له کشمیر څخه افغانستان ته انتقال شوې ده. ګلبدین حکمتیار پر ایکس ویلي: “يوازې ناپوه او غرضي كسان به دا وايي او انګېري چې روانه لانجه د پاكستان او يوې افغانې ډلې لانجه ده.”
نوموړي له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل يوه ستره تاريخي تېروتنه وبلله. حکمتیار وویل: “د مهاجرينو اېستل داسې ستره تاريخي اشتباه ده، چې پاكستان ته به یې جبرانول ممكن نه وي.” هغه وویل; “په زور او د ټولو انساني معيارونو خلاف اېستل او كورونه یې په بلدوزرو نړول دا فقط د ډیلي په ګټه يوه تاريخي اشتباه ده.”
د هغه په وینا، دغه کډوال د ذوالفقار علي بوټو په وخت كې راغلي او تر نن ورځې پورې يوولس ولسمشرانو د دوي حضور منلى دی؛ په دغه موده كې د پارلمان ټولو غړو، د هند او روس پلوو ګوندونو او پرديپالو څېرو پرته، ټول پاكستاني ولس او سياسي ګوندونو نه يوازې د دوي حضور منلى، بلكې د دوي د حضور او داعيې ملاتړ یې هم كړى دی.
هغه زیاتوي: "ډېرو په خپلو ويناوو كې ويلي: كه په افغانستان كې د دغه مهاجرينو مقاومت نه وي؛ نو پاكستان به هم د افغانستان په برخليك اخته شوى و. ډېرو دا هم ويلي دي چې موږ د افغان مجاهدينو د قربانيو پوروړي يو. ايا دوی اشتباه كړې او كه هغو چې غوښتل یې روسی سور پوځ پاكستان ته هم راكوز شي؟ دغه چې د روسي پوځ راتلو ته نڅېدل، سره بېرغونه یې رپول او له سرو ټوپيو سره سړكونو ته راوتل، غوښتل یې روسي سرتېري د خپلو بوټونو بندونه د كراچۍ په ساحل كې پرانېزي."
د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال د روغې جوړې د عالي شورا مشر، ډاکتر عبدالله عبدالله، د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مې کلیزې په پار د مبارکۍ ترڅنګ د افغانانو ترمنځ د یووالي او یو موټي کېدو لپاره دعا کړې ده.
هغه په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: “له پاک رب نه دعا کوو چې یووالی، وحدت او یو موټی توب د افغانانو په نصیب وګرځوي.” عبدالله وویل: “د خپلواکۍ د ورځې نمانځنه او درناوی، زموږ بې شمېره هېوادوالو د سرښندنو او قربانیو یادول دي چې د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره وجنګېدل څو د دې خطې د ایثارګرو خلکو تاریخ او هویت تلپاتی شي.”
ورته مهال طالبانو د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د شاه امان الله خان له نوم اخیستلو پرته د دغه ورځې مبارکي ویلې ده. طالبانو زیاته کړې ده چې د افغان مجاهدینو د جهاد او قربانیو په پایله کې یې په یوه پېړۍ کې درېیو سترو نړۍوالو قدرتونو ته ماتې ورکړې.
د افغانستان د خپلواکۍ د مبارزې تر ټولو مهم پړاو په ۱۹۱۹م کال کې د ،امیر امان الله خان، د واکمنۍ پر مهال راغی. د درېیمې افغان ـ انګرېز جګړې وروسته د راولپنډۍ تړون لاسلیک شو او بریتانیا د افغانستان د بهرنیو چارو پر کنټرول لاس واخیست. له همدې تاریخي بهیر سره د اګست ۱۹مه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په توګه تړل شوې ده.
تاریخي اسناد ښيي چې افغانستان د برتانوي هند په څېر مستعمره نه و، خو د دویمې افغان ـ انګرېز جګړې وروسته بریتانیا د افغانستان پر بهرني سیاست پراخ نفوذ درلود. د ۱۹۱۹م کال جګړې او ورپسې تړون افغانستان ته دا زمینه برابره کړه چې خپلې نړیوالې اړیکې په خپلواکه توګه پر مخ یوسي.
سږنۍ کلیزه په داسې وخت کې لمانځل کېږي چې افغانستان له ژورو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی او په کور دننه او بهر د افغانانو ترمنځ د هېواد د راتلونکي، ملي هویت، سیاسي نظام او ټولنیزو حقونو په اړه بحثونه لا هم روان دي.
په همدې فضا کې د خپلواکۍ د ورځې ډېر پیغامونه د تاریخي ویاړ تر څنګ پر دې ټینګار کوي چې سیاسي خپلواکي هغه وخت دوامداره معنا پیدا کوي چې له ملي یووالي، داخلي ثبات، اقتصادي ځان بساینې، تعلیم او د خلکو له ګډ ګډون سره مل وي.
د اګست ۱۹مه له څه باندې یوې پېړۍ راهیسې د افغانستان د معاصر تاریخ له مهمو ملي ورځو څخه ګڼل کېږي او د نظامونو له بدلونونو سره سره د خپلواکۍ د تاریخي مبارزې د یاد په توګه پاتې شوې ده.


شال نیوز