د نټالي هارپ په اړه د امریکايي رسنیو روانه دلچسپي نه یوازې د حیرانتیا وړ ده، بلکې دا هم ښيي چې د خبر او ارزانه ګپ شپ ترمنځ کرښه څومره کمزورې شوې ده.

 

که څوک تر اوسه نټالي هارپ نه پېژني، زه یې په رښتیا ستاینه کوم.

 

هارپ د هغو څو کسانو له ډلې وه چې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره یې په هغې بدیلې الوتکې کې سفر کاوه چې د راپورونو له مخې وروسته له هغې وکارول شوه چې امریکايي استخباراتي ادارو ته د ایران له خوا د احتمالي خطر معلومات ورکړل شوي وو.

 

خو اصلي خبر باید نټالي هارپ نه وای.

 

اصلي پوښتنه باید دا وای چې د امریکا استخباراتي ادارې ،سي ایي ای، څنګه پر داسې معلوماتو باور وکړ چې وروسته پرې جدي پوښتنې راپورته شوې؟ دغه معلومات له کومې لارې ورسېدل؟ چا ورکړل؟ موخه یې څه وه؟ او که یو نږدې متحد قصداً ناسم یا ګمراه کوونکي استخباراتي معلومات شریک کړي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د استخباراتي همکارۍ اعتبار به څنګه خوندي پاتې شي؟

 

ایا اسراییل مخکې هم د امریکا د غولولو هڅه کړې ده؟ که کړې یې وي، څو ځله؟ که نه، نو په دې ځانګړې پېښه کې څه شوي وو؟ او که د یو نږدې متحد له خوا داسې کار شوی وي، واشنګټن ولې ورباندې پراخې او جدي پلټنې نه کوي؟

 

دا ټولې پوښتنې د امریکا له ملي امنیت، د ولسمشر له خوندیتوب، د استخباراتي ادارو له اعتبار او د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو سره مستقیم تړاو لري. د یوې بدیلې الوتکې چلول ارزانه کار نه دی. عمله، امنیتي انتظامات، د الوتنې پلان، اضافي تیاری، د ولسمشر انتقال او نور ټول انتظامات د عامه بودجې له پیسو ورکول کېږي. پر دې سربېره، هغه خبریالان چې په اصلي الوتکه کې وو، ظاهراً د ولسمشر د انتقال له بشپړو جزیاتو ناخبره ساتل شوي وو.

 

دا ټول د ژورې پلټنې وړ موضوعات وو.

خو رسنیو بل لوری ونیو.

 

سرلیکونه داسې شول: «نټالي هارپ څوک ده؟» او «د نټالي هارپ په اړه څه باید پوه شو؟»

په دې توګه د امریکا د ملي امنیت له یوې ممکنه مهمې استخباراتي ناکامۍ څخه د بحث مرکز ناڅاپه یوې ځوانې ښځې ته واوښت. تر دې هم بد دا چې ځینو معتبرو رسنیو د هارپ د ظاهري بڼې په اړه داسې ژبه وکاروله چې د یو جدي خبري سازمان پر ځای د ارزانه ټبلوایډ له انداز سره ډېره ورته وه.

 

پوښتنه دا ده: ولې؟

 

که هارپ نارینه وای، ایا د هغه د وېښتانو رنګ، ظاهري بڼه او شخصي جذابیت به هم د خبر برخه ګرځېده؟

همدا هغه پخوانی او ستړی رسنیز چلند دی چې ښځې یې بیا بیا قرباني کېږي. کله چې یوه ښځه د یو زورور سړي چاپېره راښکاره شي، د هغې لباس، عمر، ښکلا، شخصي احساسات او اړیکې د خبر برخه ګرځول کېږي، خو د زورور سړي واک، فیصلې او ممکنه تېروتنې دویمې درجې ته ځي.

 

نټالي هارپ د امریکا د ملي پالیسۍ اصلي جوړوونکې نه ده، هغه د کانګرس غړې نه ده، د سي ايي ای مشره نه ده.، د دفاع وزیره نه ده، د بهرنیو چارو وزیره نه ده، د هغې د شخصي ژوند، شخصي احساساتو او شخصي لیکونو خبري ارزښت تر هغه وخته ډېر محدود دی، تر څو چې دا ثابته نه شي چې دغو شیانو د امریکا پر ملي فیصلو مستقیم اغېز کړی دی.

 

خو رسنیو د هغې زاړه لیکونه او یادښتونه هم راویستل. له دغو لیکونو داسې برخې خپرې شوې چې د هارپ شخصي مینه، عقیدت یا جذبات ښيي.

 

خو پوښتنه دا ده: په دې کې د عامه ګټې څه شی دی؟

 

دا د هغې شخصي احساسات دي. دا د امریکا د بهرني سیاست برخه نه ده، دا د سي ایي ای د عملیاتو برخه نه ده. او که رسنۍ غواړي د دغو لیکونو له لارې موږ ته د ډونلډ ټرمپ په اړه کوم نوی حقیقت وښيي، نو هغه نوی حقیقت څه دی؟

 

امریکایانو ټرمپ دوه ځله ولسمشر ټاکلی دی. د هغه د شخصیت، له ښځو سره د اړیکو، کاروباري چلند، سیاسي طریقو او شخصي تاریخ په اړه تقریباً هر څه له وړاندې عام دي.

 

موږ د ټرمپ د شخصیت د پېژندلو لپاره د نټالي هارپ شخصي لیکونو ته اړتیا نه لرو. خو د یوې ځوانې ښځې شخصي احساسات د سرلیکونو په بڼه خرڅول اسانه دي.

 

اصلي ستونزه همدا ده.

 

هارپ ځوانه ده، ښکلې ده او د یو داسې ولسمشر ترڅنګ کار کوي چې له ښځو سره یې چلند له کلونو راهیسې د عامه بحث موضوع پاتې شوی دی. نو رسنیو سمدستي د یوې شخصي او جنجالي کیسې بوي واخیست او ورپسې روانې شوې.

 

په همدې الوتکه کې نور کسان هم وو.

 

د دفاع وزیر پېټ هیګسېت هم هلته و. نور چارواکي او د ولسمشر نږدې کسان هم ورسره وو. د راپورونو له مخې، د ولسمشر یو ګالف ملګری هم په الوتکه کې موجود و.

 

خو د هغه په اړه څومره پلټنې وشوې؟

هغه څوک و؟

ولې د ولسمشر په داسې حساس سفر کې ورسره و؟

ایا کوم کاروباري یا مالي تعلق یې درلود؟

ایا د ولسمشر پر فیصلو یې کوم اغېز درلود؟

 

دا هغه پوښتنې دي چې د عامه ګټې له پلوه لږ تر لږه د هارپ د وېښتانو له رنګ او شخصي لیکونو ډېر ارزښت لري.

 

خو د رسنیو توجه هلته نه وه.

توجه پر هارپ وه. ولې؟

ځکه چې هغه یوه ځوانه او ښکلې ښځه ده او د یو داسې ځواکمن سړي ترڅنګ ده چې رسنۍ یې له شخصي جنجالونو سره د تړلو لپاره تل چمتو وي.

 

په دې منځ کې د سي ایي ای د ممکنه غولول کېدو کیسه شاته پاتې شوه. د یو متحد هېواد له خوا امریکا ته د ناسم یا ګمراه کوونکي استخباراتي معلوماتو د ورکولو مسئله هم شاته پاتې شوه. د امریکا او اسراییل د استخباراتي اړیکو پر اعتبار ژوره څېړنه هم ونه شوه، د مالیه ورکوونکو د پیسو د لګښت حساب هم ونه غوښتل شو، د ولسمشر د امنیتي پروسیجرونو په اړه هم کافي پوښتنې ونه شوې.

 

ملي امنیت یوې خوا ته پاتې شو او شخصي ګپ شپ د خبر مرکز وګرځېد.

 

دا یوازې د نټالي هارپ کیسه نه ده. مونیکا لوېنسکي هم باید موږ ته راپه زړه وي. هغه یوه ډېره ځوانه انټرنه وه. بل کلنټن د نړۍ تر ټولو ځواکمن سړی او د امریکا ولسمشر و. خو د رسوايۍ له کلونو وروسته د چا نوم له دې پېښې سره تر ټولو زیات وتړل شو؟

 

د مونیکا لوېنسکي.

کلنټن خپل مقام، اړیکې، ټولنیز حیثیت او سیاسي نفوذ تر ډېره وساته. خو لوېنسکي کلونه د یوې داسې پېښې د سمبول په توګه وګرځول شوه چې د واک اصلي توازن پکې د هغې پر ضد و.

 

اوس بیا هماغه پخوانۍ طریقه وینو.

زورور سړي مخکې ځي، خو ښځې د سرلیکونو په عکسونو کې پاتې کېږي.

 

د جنرال ډېوېډ پېټرېیس مثال هم زموږ مخې ته دی. هغه د افغانستان د جګړې د امریکا د پالیسیو له مهمو جوړوونکو څخه و. وروسته معلومه شوه چې محرم معلومات یې یوې ښځې ته ورکړي وو چې شخصي اړیکه یې ورسره لرله او بیا یې د ایف بي ایي په وړاندې هم ناسم بیان کړی و.

 

سره له دې، نن هم ډېر امریکايي رسنۍ هغه د ملي امنیت د ماهر په توګه راوبولي او د هغه تحلیلونه خپروي.

 

خو ښځې؟

هغوي کلونه د رسوايۍ له یو عنوان سره تړلې پاتې کېږي.

 

دا یو ښکاره دوه ګونی معیار دی. د نټالي هارپ په اړه هم باید یوه ساده ژورنالېسټکي پوښتنه وشي:

ایا هغې د امریکا د ملي پالیسۍ پر کومه مهمه فیصله اغېز کړی دی؟

که هو، راپور یې کړئ.

 

ایا هغې له خپل مقام څخه د مالي یا سیاسي ګټې لپاره ناوړه استفاده کړې ده؟

که هو، پلټنه یې وکړئ.

 

ایا هغې محرمو معلوماتو ته په ناقانونه توګه لاسرسی درلود یا یې د ملي امنیت پر کومه پرېکړه اغېز کړی دی؟

که هو، دا ستر خبر دی.

 

خو که یوازینی «خبر» دا وي چې هغې ټرمپ ته شخصي لیکونه لیکلي، هغه ستایي یا د هغه په اړه شخصي احساسات لري، نو دا د عامه ګټې خبر نه دی.

دا ګپ شپ دی.

 

او کله چې خبریالان د یوې ښځې د شخصي لیکونو، شکل، وېښتانو او احساساتو په اړه په سلګونو ټکي لیکي، خو په همدې وخت کې د یوې استخباراتي ادارې د ممکنه غولول کېدو په اړه ژوره پلټنه نه کوي، نو ستونزه نټالي هارپ نه ده.

ستونزه زموږ د خبرونو په نظام کې ده.

 

موږ په ۲۰۲۶م کال کې یو. رسنۍ باید تر دې ډېرې پخې وای، خبریالي باید له واکمنو حساب وغواړي، نه دا چې د یوې ځوانې ښځې شخصي ژوند د خلکو د ساعتېرۍ لپاره پر مېز کېږدي.

 

نټالي هارپ د دې ډول سپکاوي حق نه لري.

مونیکا لوېنسکي یې هم نه درلود.

 

او تر هغې چې موږ د زورورو سړیو د اعمالو پر ځای د هغوي چاپېره ښځې د جنجال اصلي څېرې ګرځوو، موږ به هماغه پخوانی، جنسیتي او ارزانه رسنیز فرهنګ په نوې بڼه تکراروو.

 

اصلي کیسه نټالي هارپ نه ده.

اصلي کیسه دا ده چې د امریکا استخباراتي ادارو ته څه معلومات ورکړل شول، چا ورکړل، ولې ورکړل، ولې ومنل شول، او د امریکا حکومت ترې څه زده کړل.

 

همدا خبر دی.

نور هر څه، تر هغو چې د ملي چارو له فیصلو سره یې مستقیم تړاو نه وي ثابت شوی، یوازې ګپ شپ دی.