محمد صادق فطرت، چې د ناشناس په نوم د افغانستان، پښتو او دري موسیقۍ په تاریخ کې ځانګړی مقام لري، یوازې سندرغاړی نه دی؛ د هغه هنري ژوند د پښتو، دري، اردو، هندي کلاسیکې موسیقۍ، شعر، راډیو او د شلمې پېړۍ د افغانستان د کلتوري تاریخ د څو بېلابېلو رنګونو ګډ داستان دی.

 

ناشناس په ۱۹۳۵م کال کې په کندهار کې زېږېدلی و. د هغه پلار ،محمد رفیق، دیني زده کړې کړې وې او د هند په نیمه وچه کې یې هم د ژوند یوه برخه تېره کړې وه. ناشناس لا ماشوم و چې له خپلې مور سره کوټې ته ولاړ او وروسته یې د هند په بېلابېلو ښارونو کې د ژوند تجربه وکړه. همدغه چاپېریال د هغه پر موسیقۍ، ژبې او ادبي ذوق ژور اثر وکړ.

 

د ناشناس په هنري جوړښت کې د هغه مور هم یوه مهمه، خو لږه یاده شوې څېره ده. نوموړي په خپلو مرکو کې ویلي دي چې د ماشوموالي پر مهال یې مور په کورنیو مجلسونو کې ولسي او مذهبي سندرې ویلې. هغه د کوټې د سفر یوه پښتو نغمه هم تر ډېره په ذهن کې ساتلې وه؛ کلونه وروسته ناشناس هماغه نغمه له نوو بیتونو او خپل موسیقي جوړښت سره په راډیو کابل کې ثبت کړه او د هغه له پېژندل شوو پښتو سندرو څخه شوه.


 

 

ناشناس د هغو افغان هنرمندانو له ډلې و چې د هند د کلاسیکې موسیقۍ له ژور روایت سره یې مستقیم تماس درلود. کله چې له خپل پلار سره په ډیلي کې اوسېده، د هندي موسیقۍ له استادانو، محفلونو او کلتوري چاپېریال سره بلد شو. ورسره یې اردو، فارسي او خطاطي هم زده کړه. پښتو یې مورنۍ ژبه وه، خو د هند کلتوري چاپېریال هغه ته د اردو او هندي موسیقۍ دروازې هم پرانیستې.

 

د هغه پلار د هند د شلمې پېړۍ د مشهور سندرغاړي کندن لال سهګل مینه‌ وال و. همدغه سهګل وروسته پر ځوان ناشناس هم اغېز وکړ. دا اړیکه ځکه مهمه ده چې د ناشناس په اواز کې د افغان غزل ترڅنګ د هند د نیمې وچې د کلاسیکې او پخوانۍ فلمي موسیقۍ نرمه اغېزه هم اورېدل کېږي.

 

محمد صادق فطرت په لومړیو کې نه غوښتل چې کورنۍ یې پوهه شي چې دی سندرې وايي. کله چې یې سندرې د راډیو کابل له لارې خپرېدو ته چمتو شوې، ترې وپوښتل شول چې په کوم نوم یې نشر کړي.

 

هغه وویل: ناشناس.

یعنې داسې یو سندرغاړی چې نوم یې معلوم نه وي.

 

 

 

د روایتونو له مخې، څو کاله یې د همدې نوم تر شا سندرې ویلې. خو په دې موده کې «ناشناس» دومره مشهور شو چې بالاخره یې پلار ته هم خبره ورسېده چې ښيي د راډیو دا مشهور غږ د هغه خپل زوې وي. پلار یې په لومړي سر کې مخالفت وکړ. د کورنۍ په دودیز چاپېریال کې سندرغاړيتوب ښه نه ګڼل کېده. ناشناس بیا خپل پلار ته یوه ساده پوښتنه وکړه: که سندره ویل بد کار وي، نو تاسو ولې د کندن لال سهګل سندرې اورئ؟

 

د ناشناس د روایت له مخې، همدغه خبرې د پلار دریځ بدل کړ او وروسته به یې د خپل زوې سندرې هم اورېدلې.

 

کله چې په افغانستان کې راډیو د عامو خلکو د تفریح، خبر، شعر او موسیقۍ تر ټولو مهمه وسیله وه، ناشناس د راډیو کابل له تر ټولو پېژندل شوو غږونو څخه شو. هغه وخت سندره یوازې د تفریح پروګرام نه و. شاعر، کمپوزر، سازنده، سندرغاړی او د راډیو ادبي کارکوونکي به ټول د یو اثر په جوړولو کې شریک وو. همدا لامل و چې د هغه دورې ګڼې سندرې د کلاسیک ادب له متنونو سره تړلې پاتې شوې.

 

ناشناس د پښتو او فارسي د پخوانیو شاعرانو شعرونو ته نوی موسیقي ژوند ورکړ. د ده د غږ ځانګړنه دا وه چې شعر به یې یوازې نه وایه، بلکې د کلمو وزن، تلفظ، مانا او احساس ته به یې ځانګړې پاملرنه کوله. د ناشناس د خپل بیان له مخې، نوموړي د خپل هنري ژوند په اوږدو کې د ۵۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ سندرې ویلي دي، خو د هغو ټول ثبتونه نن موجود نه دي. د هغه د سندرو یوه لویه برخه په فارسي، پښتو، اردو او هندي ژبو کې ثبت شوې وه او ګڼ زاړه اثار یې یا ورک شوي او یا یوازې د خلکو په شخصي زېرمو او پخوانیو ثبتونو کې پاتې دي.

 

همدا څو ژبیزه خزانه ناشناس د افغانستان له ډېرو نورو هنرمندانو جلا کوي.

 

 

 

هغه د یو پښتون هنرمند په توګه د پښتو سندره د کابل ښاري موسیقۍ ته راوړه، په دري کې یې غزلونه وویل او په اردو او هندي کې یې داسې سندرې ثبت کړې چې د هند د نیمې وچې له موسیقۍ سره یې د افغانستان تاریخي اړیکه ژوندۍ ساتله.

 

د ناشناس د ژوند یوه ډېره جالبه او لږه یاده شوې خبره دا ده چې، سره له دې چې د څو لسیزو لپاره د افغانستان له مشهورو سندرغاړو څخه و، په کابل کې یې ډېر کم لوي عام کنسرټونه کړي وو. د ۱۹۷۸م کال په یو لوي پروګرام کې هغه د کابل په چمن حضوري کې سندرې وویلې او د راپورونو له مخې، د پروګرام عاید یې د سېلاب ځپلو خلکو لپاره ورکړ.

 

یعنې د هغه شهرت تر ډېره د لویو سټېجونو له لارې نه، بلکې د راډیو، ثبت شوو سندرو او د خلکو د کورونو له سپیکرونو خپور شو. ناشناس یوازې د مایک مخې ته هنرمند نه و. هغه د راډیو له اداري او ادبي کار سره هم نږدې تړاو درلود او د افغانستان د راډیو د موسیقۍ او ادبیاتو په چارو کې یې مهمې دندې ترسره کړې. دا تجربه ښيي چې هغه د موسیقۍ د تولید، ادبي انتخاب، راډیويي نشراتو او د هنرمندانو د کار له اداري اړخ سره هم نږدې بلد و.

 

سره له دې چې د افغانستان خلک یې په عامه توګه «استاد ناشناس» بولي، نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې دی نه غواړي ورته استاد وویل شي. د هغه په نظر، استاد په موسیقۍ کې ډېر لوړ مقام دی او دی ځان د دې لقب وړ نه ګڼي.

 

 

 

دا خبره د هغه د شخصیت یو بل اړخ هم ښيي: له څو لسیزو شهرت سره سره، هغه د موسیقۍ د زده کړې او مهارت لپاره خورا لوړ معیار لري. ناشناس د پښتو موسیقۍ په تاریخ کې ځکه مهم دی چې هغه پښتو سندره یوازې د رباب، منګي او ولسي محفل تر حدودو ونه ساتله. د هغه په سندرو کې غزل، کلاسیکه موسیقي، ارکستر، ښاري نغمه او د هندي موسیقۍ ځینې تخنیکونه سره یو ځای شول.

 

ده وښوده چې پښتو شعر په داسې کلاسیک موسیقي قالب کې هم ویل کېدی شي چې د کابل، پېښور، کندهار، کوټې، ډیلي او لاهور د موسیقۍ اورېدونکي یې په یو وخت درک کولی شي. په همدې مانا ناشناس د ډیورنډ کرښې له دواړو غاړو او د هند له نیمې وچې سره د پښتو موسیقۍ د اړیکو یو ژوندی مثال دی.

 

د ناشناس په موسیقۍ کې تر غږ وروسته تر ټولو مهم شی شعر دی.

 

هغه د کلاسیک شاعرۍ پر وزن، تلفظ او مانا پوهېده او ځکه یې د شاعر کلام د نغمې قرباني نه کاوه. د هغه د فارسي او پښتو سندرو په لویه برخه کې کلمه د موسیقۍ تر شور لاندي نه ورکېږي. د اقبال لاهوري له شاعرۍ سره یې هم ځانګړې مینه لرله. د هغه په مرکو او یادونو کې د اقبال د شعر او فکر یادونه څو ځله شوې ده. دا د موسیقۍ، شعر او خطاطۍ هغه ګډ تړاو دی چې د ناشناس شخصیت یوازې د یو سندرغاړي تر تعریف ډېر پراخوي.

 

 

 

په ۱۹۹۲م کال کې د ډاکټر نجیب‌ الله د حکومت له نسکورېدو او کابل ته د مجاهدینو له راتګ وروسته ناشناس افغانستان پرېښود. هغه بیا د اوږدې مودې لپاره افغانستان ته ستون نه شو. وروسته یې په اروپا کې ژوند وکړ او د افغانستان له موسیقۍ سره یې اړیکه له بهر څخه روانه وساتله.

 

ناشناس باور لري چې د افغانستان د موسیقۍ یوه لویه ستونزه دا وه چې موسیقي د رسمي او دوامدار تعلیم یوه پیاوړې برخه نه شوه. د هغه په اند، هند ځکه خپل کلاسیک موسیقي روایت تر ډېره وساته چې موسیقي یې له استاد او شاګرد شخصي حلقې څخه د تعلیمي ادارو تر کچې ورسوله، خو افغانستان دغه بهیر په دوامداره توګه بشپړ نه کړ.

 

ناشناس د یوې داسې دورې ژوندی شاهد دی چې کابل، کندهار، کوټه، ډیلي او د هند د نیمې وچې کلتوري اړیکې د موسیقۍ له لارې یو له بل سره نښلېدې. هغه د پښتو مورنۍ نغمې له خپلې مور واورېدې، په هند کې یې کلاسیکه موسیقي زده کړه، په کابل کې یې راډیو ته یو نوی غږ ورکړ، په دري کې یې غزل ووایه او په اردو او هندي کې یې د موسیقۍ هغه ژبه خپله کړه چې د افغانستان له پولو ډېره لرې اورېدل کېده.

 

د همدې لپاره ناشناس یوازې د افغانستان یو پخوانی مشهور سندرغاړی نه دی.

 

 

 

هغه د شلمې پېړۍ د پښتو او افغان موسیقۍ د هغې دورې ژوندی سند دی چې ژبه پوله نه وه، شعر د موسیقۍ زړه و او راډیو د میلیونونو خلکو ګډه هنري حجره وه. او ښيي د هغه د اوږده هنري ژوند تر ټولو لوي اهمیت همدا وي: ناشناس په پښتو، دري، اردو او هندي کې یوازې سندرې ونه ویلې؛ هغه د دې ژبو ترمنځ موسیقۍ ته یوه ګډه ژبه ورکړه.