هنګو : پاکستان تحریک انصاف اعلان کړی دی چې ،د اګست پر ۲۷مه، به اسلام اباد ته لانګ مارچ کوي او هڅه به کوي چې په دې احتجاج کې په لوی شمېر خلک ګډون وکړي.
دا اعلان د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر ،محمد سهېل اپریدي، او د تحریک انصاف صوبايي مشر ،جنېد اکبر، د اګست په ۲۲مه، د هنګو په مرکزي بازار کې د ګوند د «سټریټ موومنټ» غونډې ته د وینا پر مهال کړی دی.
سهېل اپریدي وویل، چې د دوي هدف دا دی چې دا ځل اسلام اباد ته د ۲۰ لکو پر ځای تر ۴۰ لکو پورې خلک بوځي. هغه د ګوند له کارکنانو او ځوانانو وغوښتل چې ،د اګست پر ۲۷مه، په احتجاج کې ګډون وکړي.
جنېد اکبر غونډې ته وویل، چې تحریک انصاف په تېر یو کال کې هڅه کړې ده چې د ولس او ریاستي ادارو ترمنځ فاصله کمه کړي او سیاسي اختلافات د خبرو او تفاهم له لارې هوار کړي، خو ،د ده په وینا، د ګوند دغه پالیسي «کمزوري» وګڼل شوه.
هغه وویل، چې تحریک انصاف د ادارو د کمزوري کېدو د مخنیوي لپاره د خپلو کارکنانو نیوکې هم زغملې، خو اوس، د ده په وینا، ګوند یو ځل بیا اسلام اباد ته د احتجاجي مارچ پرېکړې ته اړ شوی دی.
جنېد اکبر پر حکومت تور ولګاوه چې د عدالتي فیصلو درناوی نه کوي او ویې ویل، چې عدلیه باید د سیاسي وابستګۍ له پام پرته ټولو ته یو شان انصاف ورکړي. هغه له خلکو وغوښتل چې د اګست پر ۲۷مه له خپلو کورونو ووځي او د تحریک انصاف په احتجاج کې ګډون وکړي.
اعلا وزیر سهېل اپریدي هم پر حکومت نیوکه وکړه او دعوه یې وکړه چې د تحریک انصاف پر ضد عدالتي حکمونه په چټکۍ عملي کېږي، خو د حکومت او ځواکمنو کسانو پر ضد فیصلې له پامه غورځول کېږي.
هغه وویل، چې د عمران خان د نیولو له حکم وروسته پولیس په څو دقیقو کې د اقدام لپاره ورسېدل، نو اوس دا د عدلیې لپاره ازموینه ده چې ایا د قانون د سرغړونې په صورت کې د ځواکمنو کسانو پر ضد هم هماغسې اقدام کولی شي که نه.
سهېل اپریدي وویل، چې تحریک انصاف خپل سیاسي تحریک د «حقیقي ازادۍ» په نوم مخته وړي او د ده په وینا د دې مبارزې یوه مهمه برخه د عدلیې خپلواکي ده.
هغه وویل:
«موږ داسې عدلیه غواړو چې د شتمن او غریب لپاره پکې یو شان قانون وي.»
اعلا وزیر د هېواد پر اقتصادي وضعیت هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې بې روزګاري زیاته شوې، کروندګر له ستونزو سره مخ دي، صنعتونه اغېزمن شوي او خلک او پانګه له هېواده وځي.
هغه د نړیوال وجهي صندوق په حواله د زرګونو اربو روپیو د مالي بې نظمۍ او درغلۍ دعوه هم وکړه، خو د غونډې پر مهال د دې شمېر د سرچینې یا اړوند راپور نور جزییات وړاندې نه شول.
سهېل اپریدي د خیبر پښتونخوا د حکومت د مالي وضعیت په اړه وویل چې د صوبې عواید زیات شوي او د روان مالي کال لپاره د عوایدو هدف ۱۸۰ اربه روپۍ ټاکل شوی دی، چې حکومت غواړي وروسته یې تر ۲۰۰ اربه روپیو ورسوي. هغه دا د تحریک انصاف د حکومت د مالي پالیسي یوه بېلګه وبلله.
اعلا وزیر د تحریک انصاف د ښځینه کارکنانو پر ضد د کارروایو او د عمران خان له خویندو سره د شوي چلند غندنه هم وکړه او ویې ویل چې له ښځو سره داسې چلند ورته د منلو وړ نه دی.
د هنګو د غونډې پر مهال د تحریک انصاف کارکنانو د عمران خان د خوشي کېدو، د عدلیې د خپلواکۍ او د حکومت پر ضد شعارونه هم ورکړل. د حکومت یا اړوندو ادارو له لوري د تحریک انصاف د مشرانو دغو تورونو ته سمدستي تازه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.


علي افضل افضال