اسلام اباد : د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر ،محمود خان اڅکزي، له حکومته غوښتي دي چې له افغانستان سره د دښمنۍ او تقابل پر ځای د خبرو او تفاهم لاره خپله کړي.
اڅکزي دا څرګندونې ،د اګست په ۲۱مه، د اپوزېشن د ګوندونو په هغه غونډه کې کړې دي چې د جمعیت علمای اسلام مشر ،مولانا فضل الرحمان، په کوربه توب جوړه شوې وه. د اګست پر ۲۲مه، خپرو شویو راپورونو له مخې، هغه وویل، که حکومت دعوه کوي چې افغانستان د پاکستان پر ضد د دښمنۍ سیاست کوي، نو په دې اړه دې شواهد وړاندې کړي.
اڅکزي ویلي دي، چې پاکستان او افغانستان له اوږدې پولې، تاریخي اړیکو او ګډو اقتصادي او ټولنیزو ګټو سره تړلي دي او ،د ده په وینا، د دواړو خواوو ستونزې باید د خبرو، تجارت او سیمه ییز تفاهم له لارې حل شي.
هغه په همدې غونډه کې له وزیراعظم ،شهباز شریف، څخه د سعودي عربستان او ترکیې سره د پاکستان د تازه ګډ دفاعي تړون په اړه هم د وضاحت غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې حکومت باید ولس او پارلمان د دې تړون له تفصیل او ژمنو خبر کړي.
پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د اګست پر ۷مه په مکه مکرمه کې د ګډې دفاع تړون لاسلیک کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د تړون له مخې پر یو غړي هېواد وسله وال برید به پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي. حکومت ټینګار کوي چې دا تړون دفاعي بڼه لري او د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دی.
اڅکزي په داسې وخت کې له افغانستان سره د پالیسۍ د بدلون غوښتنه کړې ده چې د اسلام اباد او کابل اړیکې په وروستیو میاشتو کې د امنیت، سرحدي پېښو او په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د غړو د موجودیت په اړه د پاکستان د تورونو له کبله ترینګلې پاتې شوې دي.
پاکستان په پرله پسې ډول وايي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د وسله والو د فعالیتونو لپاره کارول کېږي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي. اڅکزي ویلي دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره باید سیاسي او سفارتي لارې ته لومړیتوب ورکړل شي.


شال نیوز