نیویارک / اسلام اباد : پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي دي چې په افغانستان کې د ګڼو وسله والو ډلو د خوندي پټنځایونو او فعالیتونو دوام د پاکستان او د سیمې امنیت ته جدي ګواښ جوړوي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي سفیر عاصم افتخار احمد دا خبرې ،د اګست پر ۵مه، د امنیت شورا په غونډه کې وکړې. د غونډې موضوع د ترهګریزو اعمالو له امله نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښونه وو.
احمد وویل، چې له هغه وروسته چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان واک ترلاسه کړی، ګڼې وسله والې ډلې په دغه هېواد کې د فعالیت لپاره مناسب چاپېریال موندلی دی. د هغه په وینا، تحریک طالبان پاکستان، بلوچستان لېبریشن ارمي او د هغې مجید برېګېډ، داعش خراسان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د القاعدې اړوندې ډلې په افغانستان کې خوندي ځایونه لري.
پاکستاني استازي په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان تورن کړ چې له افغان خاورې څخه په پاکستان کې د بریدونو پلان جوړوي او ترسره کوي. هغه وویل، چې د دغو ډلو فعالیتونه د پاکستان امنیت، د سیمې ثبات او د نړیوالې سولې لپاره اندېښنې زیاتوي.
احمد له طالبانو وغوښتل چې خپله ژمنه عملي کړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد د بریدونو لپاره وکارول شي. هغه همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هغو بهرنیو کړیو پر وړاندې اقدام وکړي چې د پاکستان پر ضد د وسله والو ډلو ملاتړ کوي، خو د دغو کړیو نومونه یې په ډاګه نه کړل.
د پاکستان استازي وویل، چې داعش خراسان د سیمه ییزو او نړیوالو عملیاتو له امله کمزورې شوې، خو لا هم په افغانستان کې د پام وړ امنیتي ګواښ دی. نوموړي ټینګار وکړ چې ترهګري له پولو او مذهبونو سره تړاو نه لري او د مخنیوي لپاره یې ګډې نړیوالې هڅې ضروري دي.
د سفیر احمد وینا د پاکستان او امریکا ترمنځ د ترهګرۍ ضد څلورم پړاو خبرو یوه ورځ وروسته وشوه. په دغو خبرو کې دواړو هېوادونو د تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان، القاعدې او بلوچستان لېبریشن ارمي پر وړاندې د ګډې مبارزې، د پولې د امنیت او د وسله والو د ملاتړ د شبکو د مخنیوي په اړه خبرې کړې وې.
احمد په خپله وینا کې د کشمیر موضوع هم راپورته کړه. هغه د هند له خوا په ۲۰۱۹م کال کې د کشمیر د ځانګړي حیثیت له ختمولو سره مخالفت څرګند کړ او هند یې په سیمه کې د «دولتي ترهګرۍ» په تور تورن کړ. نوموړي وویل، چې نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په نوم د خلکو د سیاسي حقونو د ځپلو اجازه ورنه کړي.
طالبانو چارواکو په تېرو څرګندونو کې د پاکستان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي. د امنیت شورا په دې غونډه کې د پاکستان د دعوو په اړه کومه نوې پرېکړه یا خپلواکه څېړنیزه پایله نه ده اعلان شوې.


شال نیوز