اسلام‌ اباد : د پاکستان حکومت وايي، چې د روان ۲۰۲۶م کال د مارچ له لومړۍ نېټې تر جولایۍ ۱۳مې پورې له خلیجي هېوادونو ۲۱ زره او ۹۵۱ پاکستانیان بېرته پاکستان ته شړل شوي دي چې تر ټولو لوي شمېر یې له سعودي عربستانه دی.

 

دا معلومات ،د اګست پر ۲۰مه، د قامي اسمبلۍ د پوښتنو په وقفه کې، د کرمې د قامي اسمبلۍ غړي ،حمید حسین، د پوښتنې په لیکلي حکومتي ځواب کې وړاندې شوي دي.

 

د حکومتي شمېرو له مخې، په دې موده کې یوازې سعودي عربستان ۱۵ زره او ۴۹۵ پاکستانیان شړلي دي. له متحده عربي اماراتو ۳ زره او ۸۰۳، له عمانه ۱ زره او ۶۰۶، له بحرینه ۵۲۱، له قطره ۴۲۹ او له کویته ۹۷ کسان بېرته پاکستان ته لېږل شوي دي.

 

حکومت ویلي دي، چې د دغو کسانو د شړلو علتونه بېلابېل وو؛ په هغو کې د اقامې او ویزې له مقرراتو سرغړونه، له قانوني مودې زیات پاتې کېدل، غیرقانوني داخله، د کفیل یا کارځای پرېښودل، سوالګري، د نشي موادو اړوند قضیې، جعلي اسناد او نورې د امیګرېشن سرغړونې شاملې دي.
 

پېښور کې د اماراتو د ویزو د منسوخۍ پر ضد احتجاج
پېښور کې د اماراتو د ویزو د منسوخۍ پر ضد احتجاج
له اماراتو شړل شويو د کرمې اوسېدونکو د حکومت نه د اقدام غوښتنه وکړه
له اماراتو شړل شويو د کرمې اوسېدونکو د حکومت نه د اقدام غوښتنه وکړه
اسلام اباد: له متحده عربي اماراتو د زرګونو پاکستاني وګړو د شړلو معامله د سېنټ کمېټۍ ته وسپارل شوه
اسلام اباد: له متحده عربي اماراتو د زرګونو پاکستاني وګړو د شړلو معامله د سېنټ کمېټۍ ته وسپارل شوه


د رسمي معلوماتو له مخې، ۴ زره او ۶۲۸ کسان د کار یا کفیل له ځایه د تښتېدو، ۱ زره او ۲۹۴ د زندان اړوند قضیو، ۹۶۸ د تور لېسټ، ۱ زره او ۱۵۵ د پاسپورټ د ورکېدو او ۶۸۹ د ویزې د سرغړونو له امله شړل شوي دي. همداراز ۴۷۲ پاکستانیان د سوالګرۍ په قضیو کې بېرته لېږل شوي دي.

 

د پارلماني چارو وزیر ،ډاکټر طارق فضل چوهدري، ویلي دي چې په دې شمېرو کې یوازې هغه پاکستانیان شامل دي چې د اړوندو هېوادونو چارواکو نیولي دي او د پاکستاني سفارتي ماموریتونو له خوا د سفري اسنادو تر برابرېدو وروسته په رسمي توګه شړل شوي دي.

 

هغه کسان چې په خپله خوښه یا پر قانوني پاسپورټونو پاکستان ته ستانه شوي دي، په دې شمېر کي نه دي شامل. د حکومتي معلوماتو له مخې، په یادې مودې کې له سعودي عربستانه شړل شوي پاکستانیان د ټولو شړل شویو کسانو شاوخوا ۷۰ سلنه جوړوي.