پېښور : د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو ضلعو یو شمېر اوسېدونکو د پېښور پریس کلب مخې ته احتجاج کړی او ویلي یې دي، چې په متحده عربي اماراتو کې یې د کار ویزې منسوخې شوې دي.
احتجاج کوونکو ،د اګست په ۱۷مه، وویل چې دوي له کلونو راهیسې په متحده عربي اماراتو کې مزدوري او کار کاوه او د خپلو کورنیو لګښتونه یې له همدې لارې پوره کول. د دوي په وینا، د رخصتیو تېرولو لپاره پاکستان ته راغلي وو، خو کله چې یې بېرته اماراتو ته د ستنېدو هڅه وکړه، خبر شول چې ویزې یې منسوخې یا غیر فعاله شوې دي.
مظاهره چیانو وویل، چې اوس نه یوازې پر زړو ویزو بېرته تګ نه شي کولی، بلکې د نویو ویزو په ترلاسه کولو کې هم له ستونزو سره مخ دي. د دوي په وینا، دې حالت ګڼې کورنۍ له سختو مالي ستونزو سره مخ کړې دي، ځکه د هغوي د عاید اساسي سرچینه په بهر کې روزګار و.
احتجاج کوونکو د پاکستان له وفاقي حکومت او اړوندو ادارو وغوښتل چې د متحده عربي اماراتو له حکومت سره په سفارتي کچه سمدستي خبرې وکړي او د ویزو د منسوخۍ او نویو ویزو د نه جاري کېدو ستونزه حل کړي.
دوي وویل، چې که مسئله یې زر حل نه شي، نو د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه کړي. تر اوسه د پاکستان حکومت یا د متحده عربي اماراتو اړوندو چارواکو د دغو احتجاج کوونکو د دعوو په اړه کومه تازه رسمي څرګندونه نه ده کړې.


شال نیوز