واشنګټن : د امریکا پوځ وايي، چې «جارج واشنګټن» الوتکه وړونکې بېړۍ منځني ختیځ ته رسېدلې او د «ابراهام لنکن» ځای یې نیولی دی. ابراهام لنکن د ایران جګړې په تړاو تر ۲۵۰ ورځو ډېر په اوږده پوځي ماموریت کې پاتې شوې وه او اوس د امریکا پر لور د ستنېدو تیاری نیسي.
د اسوشیټېډ پرېس ،د اګست د ۲۰مې، د راپور له مخې، جارج واشنګټن چې تر دې وړاندې په اسیا ـ ارام سمندر سیمه کې ځای پر ځای وه، اوس د امریکا د منځني ختیځ په پوځي عملیاتو کې شامله شوې ده. له دې بدلون سره سره په سیمه کې د امریکا سمندري پوځي حضور نه کمېږي، بلکې د یوې بېړۍ پر ځای بله الوتکه وړونکې بېړۍ دنده اخلي.
ابراهام لنکن د تېر کال په نومبر کې له سن ډېګو څخه وتلې وه او وروسته د ایران جګړې له امله یې ماموریت څو ځله وغځول شو. د دې بېړۍ شاوخوا پنځه زره سمندري سرتېري او مرین ځواکونه د اوږدې مودې لپاره په سمندر کې پاتې شوي وو. د بېړۍ د اوږده ماموریت، د عملې د ستړیا، ذهني روغتیا او د اکمالاتو د ستونزو په اړه په امریکا کې اندېښنې هم راپورته شوې وې.
د امریکا د سمندري ځواکونو سرپرست وزیر ،هنګ کاو، د اګست پر ۱۴مه ویلي وو چې د ابراهام لنکن ماموریت د عملیاتي اړتیاوو له امله غځول شوی و او بېړۍ به د پلان شوې بدلونې د یوې برخې په توګه زر کور ته ستنه شي.
د جارج واشنګټن منځني ختیځ ته انتقال په داسې وخت کې شوی دی چې د ایران جګړه لا روانه ده او امریکا په سیمه کې خپل پراخ سمندري او هوايي پوځي حضور ساتلی دی. د دې بېړۍ له انتقال سره د لوېدیځ ارام سمندر سیمه په موقتي توګه د امریکا له الوتکه وړونکې بېړۍ پرته پاتې شوې، چې د چین د پوځي فعالیتونو په اړه یې هم د امریکا د ځینو متحدینو اندېښنې پیدا کړې دي.


شال نیوز