واشنګټن / مسقط : د امریکا ولسمشر ،ډونلډ ټرمپ، عمان ته خبرداری ورکړی دی چې د ایران او هرمز تنګي په مسئله کې دې د امریکا د هڅو مخه نه نیسي، او ګواښ یې کړی دی چې که مسقط «په لار کې خنډ» جوړ شي، امریکا به پرې پوځي برید وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې ،د اګست په ۱۷مه، د فاکس نیوز سره د مرکې پر مهال کړې دي. د هغه خبرې په داسې وخت کې شوې دي چې عمان له ایران سره د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د تنظیم لپاره پر یوې نوې تګلارې خبرې کوي.

ټرمپ د عمان په اړه له سختو الفاظو کار اخیستی او ویلي یې دي، چې که عمان د امریکا «په لار کې راشي»، واشنګټن به یې پر ضد پوځي اقدام وکړي. د یو اوږدمهاله امریکايي اتحادي او د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د مهم منځګړي هېواد په اړه د امریکا د ولسمشر دا ډول څرګندونې د واشنګټن او مسقط په اړیکو کې غیرمعمولي کړکېچ بلل کېږي.

عمان له کلونو راهیسې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب مهم رول لوبولی او د دواړو هېوادونو د هغو خبرو کوربه هم پاتې شوی دی چې مخامخ اړیکې یې محدودې وې. په روان کړکېچ کې هم مسقط هڅه کوي له تهران سره داسې چوکاټ جوړ کړي چې د هرمز له تنګي د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ منظم او زیات شي.

ایران ویلي دي، چې له عمان سره د یوې ګډې اعلامیې پر وروستي کولو کار روان دی چې د هرمز په تنګي کې به د بېړیو د تګ راتګ د انتظام څرنګوالی پکې څرګند شي. خو د تهران او واشنګټن ترمنځ د دې تنګي د واک او تګ راتګ پر څرنګوالي لا هم ژور اختلاف موجود دی.

امریکا غواړي هرمز د نړیوالو سوداګریزو بېړیو لپاره په پراخه توګه پرانیستی وي، په داسې حال کې چې ایران د تنګي په امنیتي او سمندري انتظام کې د خپل پراخ واک پر ساتلو ټینګار کوي. په وروستیو میاشتو کې په هرمز کې محدودیتونو او د بېړیو پر ضد پېښو نړیوال سوداګریز تګ راتګ اغېزمن کړی دی.

هرمز تنګی د نړۍ له تر ټولو مهمو سمندري سوداګریزو لارو څخه دی. د جګړې تر پېل مخکې د نړۍ د سوداګرۍ د تېلو او طبیعي ګاز شاوخوا پنځمه برخه له همدې لارې تېرېدله، له همدې امله په دې سیمه کې هر ډول پوځي کړکېچ یا د بېړیو د تګ راتګ محدودېدل د تېلو پر نړیوالو بیو او نړیوال اقتصاد مستقیم اغېز لري.

د عمان او ایران خبرې په داسې وخت کې روانې دي چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې لپاره ټاکل شوې د ۶۰ ورځو موده هم د اګست پر ۱۷مه پای ته ورسېده، خو پراخ تړون پرې ونه شو. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د خبرو یوه مهمه موضوع د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل او د ایران پر بندرونو د امریکا د بندیزونو او محاصرې مسئله وه، خو دواړه خواوې لا هم پر مهمو شرطونو موافقې ته نه دي رسېدلې.

ټرمپ هم ویلي دي چې ایران د هغه په نظر هغه تړون ته تیار نه دی چې د جګړې د ختمولو لپاره ورته اړتیا ده. نوموړي بیا ټینګار کړی دی چې ایران باید اټومي وسله ترلاسه نه کړي او واشنګټن د فشار له خپل دریځه نه شاته کېږي.

په عین حال کې ټرمپ د هرمز په اړه تر دې هم وړاندې تللی او یو ځل بیا یې دا نظر څرګند کړی دی چې امریکا دې پر دې ستراتیژیک تنګي مستقیم واک ولري. د هغه دا خبره کوم څرګند نړیوال قانوني بنسټ نه لري او د هرمز پر دواړو غاړو ایران او عمان پراته دي.

عمان تر اوسه د ټرمپ د تازه پوځي ګواښ په ځواب کې کوم مفصل عامه بیان نه دی خپور کړی. خو مسقط د سیمه‌ ییزو شخړو په اړه تر ډېره د خبرو، منځګړیتوب او د پوځي کړکېچ د کمولو پالیسي تعقیب کړې ده.

د عمان پر ضد د ټرمپ ګواښ په واشنګټن کې هم غبرګونونه پارولي دي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا سناتور ټیم کین د جګړې د واکونو په اړه یو اقدام وړاندې کړی چې موخه یې پر عمان د پوځي برید د ګواښونو مخنیوی دی.

د هرمز پر سر تازه شخړه اوس یوازې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې یوه برخه نه ده؛ عمان هم، چې تر دې وړاندې یې تر ډېره د منځګړي رول درلود، د واشنګټن د مستقیم فشار تر سیوري لاندې راغلی دی.

که د مسقط او تهران خبرې یوې موافقې ته ورسېږي، د بېړیو د تګ راتګ د زیاتېدو امکان شته؛ خو که د امریکا، ایران او عمان ترمنځ اختلاف نور هم زیات شي، د نړۍ د انرژۍ پر دې مهمه لار د پوځي او اقتصادي کړکېچ خطر به لا پسې لوړ شي.