اسلام اباد : د پاکستان د طبیعي افتونو سره د مبارزې ملي ادارې (این ډي ایم ای) د تازه شمېرو له مخې، د جون له ۲۶مې راهیسې د پشکال بارانونو، سېلابونو او نورو اړوندو پېښو له امله په ټول هېواد کې ۱۶۱ کسان مړه او ۴۸۳ نور ژوبل شوي دي.
د ادارې د احصاییې له مخې، خیبر پښتونخوا تر ټولو زیاته ځپل شوې صوبه ده، چې تر اوسه پکې ۶۷ کسان مړه شوي دي. په پنجاب کې ۵۴، سند کې ۱۶، بلوچستان کې اته، د پاکستان تر ولک لاندې کشمیر کې ۱۳، اسلام اباد کې ۲ او ګلګت بلتستان کې یو کس د پشکال د بارانونو او اړوندو پېښو له امله مړه شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو له امله د کورونو او نورو ودانیو د نړېدو پېښې هم دوام لري. په صوابۍ کې ،د اګست په ۲۰مه، د ودانیو د نړېدو په تازه پېښو کې دوه کسان مړه شوي، په داسې حال کې چې دوه نور کسان د نړېدلو ودانیو له خاورو ژوندي را ایستل شوي دي.
د ژغورنې ادارو ویلي دي، چې په باراني او سېلاب ځپلو سیمو کې د خلکو د ژغورنې او مرستې عملیات روان دي. د پاکستان د موسمیاتو ادارې هم خبرداری ورکړی دی چې د اګست تر ۲۱مې په خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان، د پاکستان تر واک لانې کشمیر او د بلوچستان په موسی خېل، بارخان، ژوب، قلات او خضدار سیمو کې د نورو سختو بارانونو امکان شته.
چارواکو په غرنیو او سېلاب ځپلو سیمو کې له خلکو غوښتي دي چې د سیندونو، خوړونو او هغو لارو له نږدې تګ راتګ څخه ډډه وکړي چې د سېلابونو او غرښوېدنې خطر پکې زیات دی.
د طبیعي افتونو سره د مبارزې ملي اداره وايي، چې د بارانونو له امله د مرګ ژوبلې، کورونو او زیربناوو د زیانونو په اړه معلومات په دوامداره توګه راټولېږي او شمېرې د نویو پېښو له مخې بدلېدی شي.


شال نیوز