صوابۍ : د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې ،د اګست په ۲۰، د سختو بارانونو له امله دوه کسان مړه شوي او سیلابي اوبه کورونو ته ننوتې دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، د ټوپۍ په ازاد خېل سیمه کې د یو کور چت د باران له امله پرېوتی، چې په پېښه کې پلار او لور مړه شوي، او مور او زوې ژوبل شوي دي.

ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، چې ژوبل مور او زوې د لومړنۍ درملنې وروسته روغتون ته لېږدول شوي دي. بلخوا، د سختو بارانونو له امله د صوابۍ د رزړ تحصیل په یو شمېر سیمو کې سیلابي اوبه کورونو ته ننوتې دي.

ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، چې له اغېزمنو سیمو څخه یې تر ۳۰۰ زیات کسان، چې ښځې، ماشومان او سپین ږیري پکې شامل دي، خوندي ځایونو ته لېږدولي دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، په اغېزمنو سیمو کې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.