کابل : د جمعیت اسلامي یو مشر او د تېر جمهوري نظام د بلخ پخواني والي، عطا محمد نور، د اګست په ۲۰مه، په یو پرانیستي لیک کې پخوانی ولسمشر ،حامد کرزی، د افغانستان د اوسني وضعیت له اصلي مسوولانو څخه بللی دی.

نور ویلي دي، چې د طالبانو لپاره د سیاسي لارې هوارولو، هغوي ته د مشروعیت ورکولو او بیا واک ته د رسېدو لپاره د زمینه برابرولو په بهیر کې د حامد کرزي دریځونو د افغانستان پر راتلونکي ژور اغېز کړی دی.

 


هغه لیکلي دي، چې که څه هم کرزی ځینې شخصي او اخلاقي ځانګړنې لري، خو ،د ده په وینا، د طالبانو په اړه د هغه اوږدمهاله نرم دریځ او د اشرف غني واک ته د رسېدو په بهیر کې یې رول د هغو عواملو له ډلې دي چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې یې ونډه لرلې ده.

عطامحمد نور په خپل لیک کې د افغان نجونو له زده‌ کړو محرومیت، پر ښځو پراخ محدودیتونه، نړیواله انزوا، اقتصادي ستونزې او د هېواد وروسته‌ پاتې کېدل یاد کړي او له کرزي یې پوښتنه کړې ده چې د طالبانو په اړه د هغه پخواني ملاتړ او د اوسنیو نیوکو او خواخوږیو له منځه کوم دریځ باید د خلکو لپاره د باور وړ وي.

نور ویلي دي، چې په داسې حال کې چې حامد کرزی په افغانستان کې په نسبي امنیت او هوساینې کې ژوند کوي، د هېواد میلیونونه خلک له فقر، رواني فشارونو، بې‌ کارۍ او د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه له بې‌ باورۍ سره مخ دي.
 

افغانستان : ۵۶ هېوادونو له طالبانو د ښځو پر ضد د محدودیتونو د ختمولو غوښتنه وکړه
افغانستان : ۵۶ هېوادونو له طالبانو د ښځو پر ضد د محدودیتونو د ختمولو غوښتنه وکړه
افغانستان کې نږدې نیمایي ځوانې ښځې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې : تازه راپور
افغانستان کې نږدې نیمایي ځوانې ښځې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې : تازه راپور
محبوبه سراج : د افغان ښځو د مرستې لپاره مې نورې ټولې لارې تړل شوې دي
محبوبه سراج : د افغان ښځو د مرستې لپاره مې نورې ټولې لارې تړل شوې دي


حامد کرزي په وروستیو کلونو کې څو ځله د طالبانو له چارواکو غوښتي دي چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او د افغانستان د سیاسي او ټولنیز ثبات لپاره له افغانانو سره پراخې خبرې وکړي.

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته ورسېدل. له هغه وخت راهیسې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي او میلیونونه نجونې له ثانوي او لوړو زده‌ کړو محرومې دي.

حامد کرزي تر اوسه د عطا محمد نور د دې تازه پرانیستي لیک په اړه عامه ځواب نه دی ورکړی.