اسلام اباد : د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ،د اګست پر ۲۰مه، اپوزېشن ته یو ځل بیا د «رښتینو او ګټورو خبرو» بلنه ورکړې او ویلي یې دي، چې حکومت د هېواد د اقتصاد او جمهوریت د پیاوړتیا لپاره له مخالفو سیاسي ګوندونو سره خبرو ته تیار دی.
وزیراعظم دا څرګندونې ،د اګست په ۱۹مه، د وفاقي کابینې د غونډې پر مهال وکړې. نوموړي وویل، چې حکومت تر دې وړاندې هم څو ځله اپوزېشن ته د مذاکراتو وړاندیز کړی او اوس د هغوي د ځواب او پرېکړې انتظار کوي.
شهباز شریف وویل، چې د هېواد د اقتصادي او سیاسي ستونزو د حل لپاره حکومت او اپوزېشن باید په ګډه خبرې وکړي او د اختلافونو ترڅنګ پر هغو موضوعاتو هم تمرکز وکړي چې د پاکستان له ثبات او جمهوري نظام سره تړاو لري.
نوموړي وویل، چې حکومت غواړي سیاسي اختلافونه د خبرو له لارې حل شي او ټول سیاسي لوري د هېواد د اقتصاد او جمهوریت د پیاوړتیا لپاره خپل رول ولوبوي. د وزیراعظم له دې تازه بلنې وروسته تر اوسه اپوزېشن په رسمي توګه کوم نوی ځواب نه دی ورکړی.
حکومت تر دې وړاندې هم څو ځله له اپوزېشن سره د خبرو وړاندیز کړی دی، خو د حکومت او مخالفو ګوندونو ترمنځ د انتخاباتو، سیاسي بندیانو، عدالتي قضیو او د پارلمان د رول په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو اختلافونه لا هم موجود دي.


شال نیوز