اسلام‌ اباد : په پاکستان کې د حکومت او اپوزېشن ترمنځ له یوې مودې سیاسي اختلافاتو وروسته دواړو خواوو د خبرو د بیا پېل او د سیاسي او ایيني مسئلو پر سر د نورو پړاوونو د ترسره کولو هوکړه کړې ده.

د حکومتي او اپوزېشن سرچینو په وینا، د حکومت یو پلاوي ، اګست په ۱۷مه، د قامي اسمبلۍ د اپوزېشن له مشر ،محمود خان اڅکزي، سره کتلي او په دې لیدنه کې د حکومت او مخالفو ګوندونو ترمنځ د مذاکراتو د دوام پر طریقې خبرې شوې دي.

سرچینې وايي، چې محمود خان اڅکزي غوښتنه کړې ده چې وزیراعظم ،شهباز شریف، دې په مستقیم ډول د سیاسي او ایيني مسئلو په خبرو کې برخه واخلي او مهمې مشورې دې د وزیراعظم په مشرۍ په پارلمان کې وشي.

د معلوماتو له مخې، دواړه خواوې په اصولي ډول پر دې هم سلا شوې چې د حکومت پلاوی به د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اپوزېشن له پلاوي سره وویني. وروسته به د دواړو خواوو ترمنځ د نورو تفصیلي خبرو لپاره هم لاره هواره شي.

تر اوسه د راتلونکې رسمي غونډې وروستۍ نېټه او د مذاکراتو بشپړه اجنډا نه ده اعلان شوې، خو دواړو خواوو د خبرو د دوام پر اړتیا موافقه کړې ده. حکومت تر دې وړاندې هم اپوزېشن ته د خبرو وړاندیزونه کړي وو، خو د سیاسي اختلافاتو او د دواړو خواوو د شرطونو له امله مذاکرات په دوامداره ډول مخ ته نه وو تللي.

اوسنی پرمختګ ځکه مهم دی چې محمود خان اڅکزی د قامي اسمبلۍ د اپوزېشن مشر دی او د حکومت پر سیاسي او ایيني تګلارو یې په وروستیو میاشتو کې نیوکې کړې دي. د حکومت او اپوزېشن ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو دوام د روان سیاسي کړکېچ د کمولو لپاره مهم ګام بلل کېږي، خو عملي نتیجه به یې د راتلونکو غونډو او د دواړو خواوو د دریځونو پر څرنګوالي پورې تړلې وي.