تهران / راولپنډۍ : د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ،د اګست پر ۱۹مه، ماښام د پاکستان د پوځ له مشر فیلډ مارشل عاصم منیر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. د ایران مهر خبري اژانس ویلي دي، چې دواړو چارواکو د سیمې وروستي تحولات او اوسنی وضعیت ارزولی او په دې اړه یې د نظر تبادله کړې ده.

د عراقچي د ټیلیګرام چینل له مخې، په خبرو کې د وروستیو ډیپلوماتیکو تحولاتو او هغو هڅو یادونه هم شوې ده چې موخه یې د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو د حل موندل دي. دواړو لورو د ایران او پاکستان ترمنځ د مشورو او همکارۍ پر پیاوړتیا هم خبرې کړې دي.
 

امریکا او ایران د سولې تاریخي تړون ته نږدې شوي؛ د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر مهم رول
امریکا او ایران د سولې تاریخي تړون ته نږدې شوي؛ د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر مهم رول


د خبرو نور تفصیلي جزییات نه دي خپاره شوي او تر اوسه نه ایران او نه پاکستان په څرګنده ویلي دي چې په دې تماس کې کومه ځانګړې سیمه‌ ییزه مسئله د بحث اصلي موضوع وه.

دا تماس په داسې وخت کې شوی چې ایران او پاکستان د سیمې د امنیتي او ډیپلوماتیکو حالاتو په اړه پرله‌پسې اړیکې لري.