د باوري نړیوالو رسنیو د راپورونو ترمخه، د امریکا او ایران ترمنځه په ټولو محاذونو د روان تاوتریخوالي او جګړې د ختمولو لپاره د سولې یو تاریخي تړون وروستي پړاو ته رسېدلی دی. سرچینې وایي، د دواړو هېوادونو لوړپوړو مذاکراتي پلاوو ،د مې په ۲۳مه، د یوې داسې مسودې منظوري ورکړې ده چې تمه ده په راتلونکو څلېرویشتو ساعتونو کې یې رسمي اعلان وشي.
راپورونه وایي، د دې تړون وروستی او رسمي اعلان به د اتوار په ورځ د امریکا په سیمه ییز وخت غرمه پورې وشي، چې نړیوالې رسنۍ ورته د منځني ختیځ لپاره یو مهم او تاریخي پرمختګ وایي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تایید کړې ده چې د منځګړو هېوادونو هلې ځلې کامیابۍ ته نږدې شوې دي او دواړه غاړې یوې وروستۍ پرېکړې ته رسېدلې دي. نوموړي ویلي دي، چې په دې لړ کې یې د پاکستان، سعودي عرب، قطر، ترکیې، مصر او متحده عربي اماراتو له مشرانو سره تفصیلي خبرې کړې دي، ترڅو د سولې د دې هوکړې ملاتړ نور هم مضبوط شي.
سرچیني وایي، په دغو حساسو سفارتي هلو ځلو کې د امریکا د حکومت مهم چارواکي او د ولسمشر مرستیال هم په مستقیم ډول شامل وو، او هڅه یې دا وه چې د تړون مسوده بې له ځنډه وروستۍ بڼه خپله کړي.
د راپورونو ترمخه، په دې ټوله پروسه کې د پاکستان د پوځ د فیلډ مارشل عاصم منیر رول ډېر مهم بلل کېږي. نوموړی په یو بېړني او حساس سفر تهران ته تللی وو، چرته چې یې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پارلمان له مشرانو سره لیدنې کړې دي، ترڅو د تړون وروستي خنډونه ختم کړی شي.
د وړاندیز شوې سولې د مسودې له مخې په ټولو محاذونو او سیمو کې به سمدستي او دایمي اوربند نافذېږي. په دې کې ایران، لبنان او نورې هغه سیمي هم شاملې دي چې له تېرو شپږو اوونیو راهیسي پکې جګړې او نښتې روانې وې.
د نړۍ مهمه سمندري سوداګریزه لار ،هرمز تنګی، به بېرته د نړیوال تجارت لپاره پرانیستل شي، خو ایراني چارواکو واضحه کړې ده چې د بېړیو د تګ راتګ اجازت او د سمندري لارو څارنه به د ایران په واک کې وي.
امریکا به د ایران شاوخوا پېنځه ویشت اربه ډالره کنګل شوې شتمنۍ بېرته خوشې کوي، او پر ایران لګېدلي اقتصادي او سمندري بندیزونه به په مرحلو کې نرمول کېږي.
د ایران د اټومي پروګرام په اړه پرېکړه شوې ده چې د اوربند له نافذېدو وروسته به دواړو غاړو ته له دېرشو نه تر شپېتو ورځو پورې وخت ورکول کېږي، ترڅو د یورانیمو د غني کولو د کچې او د ذخیرو په اړه وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.
سیاسي شنونکي وایي، که دا تړون عملي شي نو د منځني ختیځ د څو لسیزو ترینګلتیا به تر ډېره حده راکمه شي او د نړیوال اقتصاد، په ځانګړي ډول د تېلو په بازارونو، به هم مثبت اغېز وکړي.
بلخوا د سیمي اسلامي او عربي هېوادونو په واشنګټن غږ کړی دی چې دا تاریخي موقع دې له لاسه نه ورکوي، او د سیمي د امن، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره دې د سولې دغه عمل کامیاب کړي.

شال نیوز