د سوات د شنو غرونو په لمنو کې، د چمتلۍ د کلي په زړه کې، یو داسې جومات ولاړ دی چې یوازې د عبادت ځای نه دی؛ د لرګیو په ستنو، کنده‌ کارو نقشونو او زړو دیوالونو کې یې د یوې زمانې تاریخ ساه اخلي. دا د چمتلۍ تاریخي لرګین جومات دی؛ د ریاستِ سوات د پخوانۍ دور د هنري ذوق، ټولنیز یووالي او ځايي معمارۍ ژوندۍ نښه.

د جومات له انګړه چې دننه ورننوځې، د وخت واټن لکه لنډ شي. په لرګینو ستنو کې جوړ شوي ګلان، تاو راتاو نقشونه او د ترکاڼانو د لاسونو باریک کار انسان هغې زمانې ته بیایي چې نه برقي الات وو او نه د نن ورځې اسانتیاوې؛ خو د هنرمند لاس، حوصله او ذوق دومره پیاوړی و چې د لرګي یوه ساده ټوټه به یې په هنري شاهکار بدله کړه.

د سیمې مشر او ریټائرډ استاد، مشر سیاب، وايي چې د دې جومات په جوړولو کې د شپاړسو کلیو د عزیخېلو خلکو ګډه برخه وه. د ده په خبره، دا یوازې د څو مستریانو کار نه و، بلکې د ټولې سیمې یوه ګډه هڅه وه؛ چا لرګي راوړل، چا یې تراشل، چا پرې نقشونه جوړول او چا د جومات د جوړښت بله ذمه‌ واري پر غاړه اخیستې وه.




هغه د خپلو مشرانو له خولې روایت کوي چې د جومات لپاره لرګي به له شانګلې څخه راوړل کېدل. په هغه وخت کې د موټرو او د بار وړلو د اوسنیو اسانتیاوو نشتوالي له امله خلک اړ وو چې درانه لرګي په اوږو او د سختو غرنیو لارو له لارې تر چمتلۍ ورسوي.

له دې وروسته به د سیمې ترکاڼانو خپل هنر ورباندې ازمایه. هر هنرمند ته به بېله برخه سپارل کېده. چا به یوه ستنه جوړه کړه، چا به بله، چا به د چت پر لرګیو کار کاوه او چا به د لرګیو پر مخ ګلان او نقشونه کښل. هره ټوټه د یو بېل لاس، بېل ذوق او بېل مهارت نښه وه، خو کله چې دا ټول کار سره یو ځای شو، له بېلابېلو لاسونو جوړ شوی هنر په یو واحد او ښکلي جومات بدل شو.

د جومات ځینې ستنې تر نن پورې د پخوانیو هنرمندانو د کمال روښانه ثبوت دي. پر لرګیو داسې نازکه ګل‌ کاري او کنده‌ کاري شوې ده چې د نن ورځې تجربه کاره ترکاڼان هم ورته په ځیر ګوري. د دوي لپاره حیرانوونکې خبره دا ده چې هغه نقشونه په داسې وخت کې جوړ شوي وو چې د لرګیو د پرې کولو، سمولو او نقش کولو ننني الات موجود نه وو.




همدا ځانګړنه د چمتلۍ جومات ته یوازې مذهبي نه، بلکې هنري او تاریخي ارزښت هم ورکوي. مشر بخت روان د دې ځای یوه لا پخوانۍ کیسه بیانوي. د هغه په وینا، دلته د جومات له جوړېدو وړاندې د اخون بابا یوه وړه کوټه وه. اخون بابا به په دغه کوټه کې عبادت کاوه او د سیمې خلکو ته به یې دیني سبقونه هم ورکول.

وروسته خلکو د همدې کوټې شاوخوا نوره ځمکه وقف کړه او په ګډه یې پرې جومات جوړ کړ. په دې توګه د یو سړي له وړې عبادتي کوټې څخه داسې ځای جوړ شو چې وروسته د څو کلیو د خلکو د عبادت، تعلیم او ټولنیز ژوند مرکز وګرځېد.

مشر بخت روان وايي، چې د جومات څلور مهمې ستنې د چنار له لرګي جوړې شوې دي. د وخت هنرمندانو پر دغو ستنو په ډېرې باریکۍ ګل‌ کاري وکړه او بیا یې د جومات په جوړښت کې نصب کړې. نور لرګي د رنزړه او پیوچ دي، چې د سیمې د پخوانۍ ودانیزې تجربې او د ځايي لرګیو د پېژندنې څرګندونه کوي.




د کلونو بارانونه، واورې، لمر او موسمونه پرې تېر شوي، نسلونه بدل شوي، د سوات ریاست د تاریخ برخه ګرځېدلی او د ودانیز هنر لارې هم بدلې شوې، خو د چمتلۍ دا جومات لا هم ولاړ دی. د دې لرګیو په رنګ کې د وخت نښې ښکاري، خو د هنرمند د لاس نښه لا نه ده ورکه شوې.

همدا جومات د هغې ټولنې کیسه هم کوي چې په ګډ کار ولاړه وه. په هغه زمانه کې د یو کلي یا سیمې لوي کار د یو کس پروژه نه ګڼل کېده. خلک به سره راټولېدل، شتمن به مال ورکاوه، مزدور به زور، ترکاڼ به هنر او دیني مشر به لارښوونه. د دې جومات هره ستنه د همدې ګډ احساس یوه نښه ده.

ځايي اوسېدونکي ځکه دا وداني یوازې په دې سترګه نه ګوري چې پنځه وخته لمونځ پکې کېږي. د دوي لپاره دا د پلرونو د لاسونو نښه ده؛ د هغو کسانو یاد دی چې شاید نومونه یې اوس چا ته معلوم نه وي، خو د لاس جوړ کړی هنر یې لا هم ژوندی دی. د چمتلۍ د جومات لرګینې ستنې په یوه مانا د هغو بې‌ نومه هنرمندانو لاسلیکونه دي.




د سیمې خلک وايي، چې که د داسې ودانیو سمه ساتنه ونه شي، نو له یو زاړه جومات سره به یوازې څو لرګي او نقشونه له منځه لاړ نه شي، بلکې د سوات د ټولنیز ژوند، معمارۍ، ځايي هنر او ګډ کلتوري حافظې یوه برخه به هم ورسره ورکه شي.

دوي غواړي چې د جومات تاریخي جوړښت په احتیاط وساتل شي، ترمیم یې د پخوانۍ معمارۍ له ځانګړنو سره سم وشي او داسې بدلون پکې رانشي چې اصلي بڼه یې له منځه یوسي. ځکه تاریخي ودانۍ یوازې په دې نه ژغورل کېږي چې دیوالونه یې ولاړ پاتې شي؛ اصلي ساتنه دا ده چې د هغې روح، نقش، جوړښت او د جوړوونکو د لاس نښې هم ورسره ژوندۍ پاتې شي.

د چمتلۍ تاریخي لرګین جومات نن هم د سوات په یو کلي کې چوپ ولاړ دی، خو لرګي یې خاموش نه دي. هره ستنه یې د یو هنرمند کیسه کوي، هر نقش یې د یوې ورکې زمانې ذوق ښيي او هره کنده‌ کاري یې راتلونکو نسلونو ته دا پیغام پرېږدي چې د سوات تاریخ یوازې په کتابونو کې نه دی لیکل شوی؛ د دې خاورې تاریخ کله کله په لرګي کې هم کښل شوی وي.