د اپرېل په یوه تاوده غرمه کې د پېښور پوهنتون انګړ لا هم ژوندی ښکاري. زده کوونکي د ونو لاندې ناست دي، خبرې کوي او د راتلونکي خوبونه ویني.
خو د استاذانو په دفترونو کې فضا بدله ده، هلته د سبق پر ځای د معاش او کورني خرڅ خبرې روانې دي. یو استاذ چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي: “موږ په ټولګیو کې درسونہ ورکوو، خو ذهن مو د کور د خرڅ په سوچ کې وي.”
نیم معاشونه او ځنډېدلي حقونه
د استاذانو اتحادیه وایي چې د مارچ میاشت معاشونه پوره نه دي ورکړل شوي او د ریټایرډ شویو استاذانو او د نورو غېر تدریسي کارکوونکو پنشن هم پاتې دی. د هغوي په وینا، په معاشونو کې لوي کموالی شوی دی او د پنشن پیسې لا هم نه دي رسېدلي.
کارکوونکي وایي، دا ستونزه یوازې شمېرې نه دي، بلکې د هغوي د کور، درملو او ورځني ژوند سره تړلې ده.
د تاریخي ادارې بدل شوی حالت
د پېښور پوهنتون چې له کلونو راهیسي د سیمي یو مهم علمي مرکز ګڼل کېږي، اوس له داسې حال سره مخ دی چې بنیادونه یې کمزوري کېږي.
یو بل استاذ وایي: “دا پوهنتون زموږ د ټولو لپاره د ویاړ ځای دی، خو اوس موږ خپله د بقا فکر کوو.”
د حکومت دریځ او د استادانو اندېښنه
د اعلی تعلیم د محکمې چارواکي وایي چې پوهنتونونه باید خپلې مالي لارې ومومي او پر ځان پوره شي. خو استاذان وایي چې دا خبره عملي نه ده، ځکه هر پوهنتون د آمدن پیدا کولو توان نه لري.
د هغوي په وینا، پوهنتون سوداګریز اداره نه ده چې ګټه وکړي، بلکې دا د علم ورکولو ځای دی.
د راتلونکي په اړه اندېښنې
استاذان وایي، که دا حالت همداسې دوام وکړي، نو د تدریس معیار به اغېزمن شي. ځیني وایي چې ښیي تجربه لرونکي استادان نور ځایونه وګوري، او دا کار به د زده کوونکو پر زده کړو بد اغېز وکړي.
د یوې ادارې نه، د ټولنې ازموینه
د پېښور پوهنتون ستونزه یوازې د معاشونو خبره نه ده، بلکې دا د ټولنې د لومړیتوبونو ازموینه ده. که دا اداره کمزورې شي، نو اغېز به یې په راتلونکو نسلونو پرېوځي.
په ماښام کې چې زده کوونکي له پوهنتونه وځي، استاذان لا هم په خپلو دفترونو کې ناست وي. هغوي د سبا د سبق تیاری هم نیسي او د خپل ژوند د ستونزو حل هم لټوي.
دا پوهنتون لا هم روان دی، خو د فشار لاندې، او دا پوښتنه لا هم پاتې ده چې دا حالت به تر کومه دوام وکړي.

سلمان یوسفزی