هرمز تنګی / عمان : د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي دي، چې د هرمز له تنګي څخه د وتلو پر مهال د تېلو یو ټانکر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لګېدلی دی.
اداره وايي، پېښه ،د اګست په ۱۴مه، د عمان د خصب بندري ښارګوټي ختیځ ته نږدې اوبو کې شوې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې، بېړۍ ته زیان رسېدلی، خو د عملې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د برېتانیا سمندري ادارې ویلي دي، چې د پېښې په اړه معلومات یې له پوځي چارواکو ترلاسه کړي او په سیمه کې تېرېدونکو بېړیو ته یې د احتیاط سپارښتنه کړې ده. تر اوسه د ټانکر نوم، مالکیت، د بار نوعیت او د زیان بشپړ جزییات نه دي اعلان شوي.
همداراز دا هم نه ده څرګنده شوې چې برید کوونکی ډرون د چا و. د برید مسوولیت تر اوسه کوم لوري نه دی منلی.
هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د انتقال له مهمو سمندري لارو څخه دی او په سیمه کې هره امنیتي پېښه د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ د بازارونو لپاره مهمه بلل کېږي.


شال نیوز