نړۍ زموږ د وطن په اړه یوازې یو رنګ پېژني؛ هغه رنګ چې د بارودو له دود او د جګړو له غباره جوړ شوی دی.
لوېدیځو رسنیو کلونه وړاندې زموږ په خاوره "د نړۍ تر ټولو خطرناکه سیمه" لیبل ولګاوه، خو دا قضاوت د هغو سترګو دی چې یوازې د لرې لید (دوربین) له لارې زموږ غرونه څاري. که څوک د پښتونولي په سترګو وګوري، نو دا ځمکه د خطر نه، بلکې د نړۍ د تر ټولو سپېڅلې مېلمه پالنې، عالي کلتور او بې څارې ښکلا مرکز دی.

د وزیرستان د نغمو او ننګونو غږ
د وزیرستان په رګونو کې یوازې د سختۍ وینه نه بهېږي. دلته د کمال محسود غوندې د هنر بلبلان تېر شوي دي چې په خپلو سندرو یې د سېور غره په کاڼو کې سا پو کړې وه.
موږ د سیلاب محسود غوندې د قلم غازیان لرو چې د ژورنالیزم په ډګر کې یې د رښتیا ویلو حق ادا کړی دی.
دا خاوره د هغو ملکانو ده چې د خپل ولس لپاره یې سرونه قربان کړي؛ د خېبر د ملک دریا خان او ملک سخي جان، د ادم خیلو درې ملک خیال اکبر اپریدي، د وزیرو مشر د ملک فرید الله خان وزیر، د باجوړ د ملک بسم الله خان، د مومندو د ملک عطا الله خان په څېر مېړني.

موږ هغه تاریخ نه هېروو چې ملک میرزا علي خان کښلی و، هغه پلار چې د حق غوښتلو په لاره کې یې هېڅکله د تسلیمۍ سر نه و ټیټ کړی او خپل زوې یې په ننګ پالنه کې د تاریخ مخ ته سورمخی کړ.
له خیبره تر کورمې: د تاریخ او عطرونو مسیر
زموږ سفر له مومندو او باجوړ پېل کېږي؛ هغه خاوره چې د خپلې ځانګړې طبعي ښکلا او د ماموندو او سالارزو په غیرت ودانه ده. کله چې د خیبر تاریخي درې ته ورګډ شې، نو د لنډي کوتل یخ شمال او د تورخم غوغا درته د پخوانیو کاروانونو کیسي کوي. خیبر یوازې یوه لاره نه ده، دا د اسیا هغه دروازه ده چې فاتحین ورته په لیدو اریان پاتې شوي.

(ارشیف)
د دره ادم خېل له هنره تر کورمې پورې، چې د سپین غره تر سیوري لاندې د چنارونو وطن دی، زموږ د خاورې هره لوېشت یو رنګ لري. په کورمه کې د پاراچنار سړه هوا د مېلمه په روح کې داسې خوږلنۍ راولي چې بېرته تګ ترې ګران وي. او بیا اورکزي، د غیرت هغه کلا چې د سامي غره په څېر یې د هر زبرځواک مخې ته خپله سینه سپر کړې ده.
د هندوکش غېږه: کابل، سالنګ او نورستان
خو کله چې د تورخم له پولو واوړو، نو د وطن ښکلا یو بل ابعاد اخلي. نورستان د شنه جنت هغه ټوټه ده چې ځنګلونه یې له اسمان سره خبرې کوي. سالنګ د هندوکش هغه لوړه څوکه ده چې په ژمي کې د سپیني واورې څادر اغوندي.

ارواښاد سیلاب محسود د پښتونخوا پخواني ګورنر افتخار حسین سره (ارشیف)
کابل زموږ د ټولو د زړه درزا ده، او هرات د ادب او عرفان هغه مرکز دی چې منارونه یې زموږ د پخواني عظمت شاهدان دي. موږ ته د پکتیا، پکتیکا او خوست (کوچني لندن) ننګ او مینه یو شان ده.
چاغۍ: د دښتې او مقاومت هبت
او که د جنوب په لور لاړ شو، نو د چاغۍ پراخې دښتې او لوړ غرونه مو مخې ته راځي. دا د بلوچستان هغه سیمه ده چې یوازې د کاڼو او شګو وطن نه دی، بلکې د تاریخ د سترو پېښو شاهده ده. چاغۍ زموږ د مقاومت او پایښت هغه نښه ده چې د پېړیو راهیسي یې په خپله غېږ کې د مېړنیو پالنه کړې ده.
د مېلمه پالنې غرور
نړۍ وايي موږ خطرناک یو، ځکه موږ د چا غلامي نه منو. دا رښتیا ده؛ که څوک د "شېخ" په نوم وي که د کوم زبرځواک، که یې زموږ له ننګ او مېلمه پالنې سره په تضاد کې دښمني وکړه، موږ هغوي "د خپلې پېزار په څوکه" ایږدو.
دا زموږ کبر نه، بلکې زموږ غرور دی.
خو همدغه "خطرناک" خلک د مېلمه لپاره خپل بچي قربانوي. که نړۍ غواړي د دې ځمکې اصلي څېره وګوري، نو باید د جګړې له عینکو پرته راشي.

دلته به ورته معلومه شي چې دا خاوره د بارودو نه، بلکې د مېلمه پالنې، رڼو چینو، تاریخي منارونو، د واڼې د مڼو او د هغو خلکو ده چې د غرونو په څېر لوړ همت لري.
زموږ وطن یوازې جغرافیه نه ده، دا یو احساس دی. دا د ننګیالیو او میلمستیا جنت دی. موږ د خطرناکې سیمي اوسېدونکي نه یو، موږ د نړۍ د تر ټولو مهربانه او ننګیالي کلتور وارثان یو.
له واڼې تر کابل او له باجوړه تر چاغۍ، دا یو وجود دی چې په رګونو کې یې یوازې د ازادۍ وینه بهېږي.
لیکوال: د غرونو یو زوې

شال نیوز