کابل : د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر او د ځوانانو پخواني معین، ډاکټر کمال سادات، له نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو غوښتي دي چې د نورستان ولایت له سېلاب ځپلو کورنیو سره د خپلو ټولنو او خیریه بنسټونو له لارې بېړنۍ بشري مرستې وکړي.
ډاکټر سادات ،د جولایۍ په ۲۰مه، ویلي دي، چې د وروستیو سختو بارانونو، طوفاني بادونو او ناڅاپي سېلابونو له امله د نورستان په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. هغه زیاته کړې چې د زیانونو بشپړه شمېره لا نه دی روښانه، ځکه د ژغورنې او مرستندویه ادارو کار لا هم په اغېزمنو سیمو کې روان دی.
نوموړي له افغانستان دننه هم پر خلکو غږ کړی دی چې په خپلو سیمو کې د مرستو کمپاینونه جوړ کړي او د خوراکي توکو، جامو او نورو اړینو اړتیاوو په راټولولو سره د نورستان له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
ډاکټر کمال سادات پر افغان ځوانانو او خبریالانو هم غږ کړی دی چې په دې سختو شرایطو کې خپل ملي او ټولنیز مسؤلیت ادا کړي. د هغه په وینا، خبریالان دې د عامه پوهاوي او د زیانونو د انعکاس په برخه کې فعال رول ولوبوي، او ځوانان دې د رضاکارانو په توګه د مرستو په رسولو کې برخه واخلي.
په همدې حال کې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول سوېل ختیځو سیمو کې، د نورو سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د امکان خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د سفرونو او ورځنیو فعالیتونو پر مهال له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.


شال نیوز