پنجګور (شال نیوز) : د بلوچستان د پنجګور ضلعې په ګوارګو تحصیل کي د دوو ماشومانو د وژل کېدو د پېښې په اړه سیمهییزو سرچینو ویلي چې چاودېدونکي مواد له یوه کواډکوپټر سره تړلي وو.
پېښه په فتح علي بازار کي شوې وه. پولیس وايي، ماشومانو د لوبو پر مهال یو مشکوک شی موندلی و چې وروسته چاودلی دی. په چاودنه کي نهه کلن ارمان او لس کلن امل وژل شوي او ۱۲ کلن نورالله، نهه کلن شاهد او اووه کلن زاهد ژوبل شوي وو.
سیمهییزو سرچینو ویلي، مشکوک شی په یوه ونه کي ځوړند و. دغو سرچینو ویلي چې چاودېدونکي مواد په یوه کواډکوپټر کي لګول شوي وو او تور یې پورې کړی چې کواډکوپټر د پاکستان امنیتي ځواکونو کارولی و.
د دې خبرې خپلواک تایید نه دی شوی او پاکستاني امنیتي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. پولیسو تر دې وړاندې ویلي وو چې پلټنې روانې دي او لا نه ده معلومه چې چاودېدونکی شی لاسي بم، ماین او که بل ډول چاودېدونکي مواد وو.
د پېښې د علت او د چاودېدونکو موادو د سرچینې په اړه پلټنې روانې دي.


شال نیوز