پارون : په نورستان کې طالب چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز پارون کې په وروستیو سېلابونو کې د ۱۰۰ لادرکه شویو کسانو له ډلې د ۶۰ مړي موندل شوي دي. طالبانو وویل، چې په موندل شویو کسانو کې د پارون د ښاروال په ګډون د ځینو نورو طالبانو جسدونه هم شامل دي.

 

طالبانو تروسه پورې د کره مرګ ژوبلې په اړه څه نه وي ویلي، خو د طالبانو د نورستان والي ویاند، فریدون صمیم د کسانو لادرکه کېدل تایيد کړي دي. له سیمي ویډیوګانې ښيي چې د پارون د ښاروالۍ ودانۍ او د لومړي کنډک قرارګاه په مکمل ډول ویجاړه شوې ده.


 



د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ادارې په خپل اېکس کې د انځورونو په خپرولو سره لیکلي دي چې نن دوشنبه، د جولایۍ په ۲۰مه، له غرمې وروسته د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلو له امله ځايي اوسېدونکو ته ته يې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي. دوي زیاتوي چې سیمې ته یې د ژغورنې ډلې لېږلي دي.