د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې د قامي جرګې د مشرانو په غوښتنه د ګل په ورځ بشپړ شټر ډاون هړتال وشو او د ناامنۍ، او د سړکونو د بندښت پر ضد یو لوي احتجاجي پرلت ترسره شوه، چې وروسته د ضلعي انتظامیې سره د کامیابو مذاکراتو نه وروسته پای ته ورسېده۔
په دې احتجاج کې له بنو ښار او شااوخوا سیمو زرګونه کسان د جلوسونو په بڼه، د امن سپین بیرغونه په لاس کې، د احتجاج مرکزي ځای ته ورسېدل او د خپلو غوښتنو په حق کې یې نعرې ووهلې۔
دغه پرلت د میرام شاه سړک پر سر د پولیس لاین ترڅنګ، په “امن چوک” کې ترسره شو، چې مشري یې پخواني سینیټر باز محمد خان کوله۔
دا هم ولولئ | https://shaalnews.com/post/181
د احتجاج غونډې ته د سیمي ګڼ شمېر سیاسي، ټولنیزو او قبایلي مشرانو ویناوې وکړې، چې پکې پخوانی سینیټر پروفیسر محمد ابراهیم خان، ډاکټر پیر زمان، د قامي اسمبلۍ غړی مولانا سید نسیم علي شاه، د صوبايي اسمبلۍ غړی پښتونیار خان، پخوانی صوبايي وزیر ملک شاه محمد خان، او نور مشران شامل وو۔
ویناوالو وویل چې په ضلع کې د امنیت حالت سخت خراب شوی دی، او تښتونې، هدفي وژنې او چاودنې ورځ تر بلې زیاتې شوې دي، چې د خلکو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی۔
دوي غوښتنه وکړه چې په سیمه کې دې د “ګډ او بېډ” پالیسۍ ته د پای ټکی کېښودل شي، او د عامو خلکو د سر او مال ساتنه دې یقیني کړل شي۔
احتجاج کوونکو د خپلو غوښتنو په سر کې د امن سمدستي ټینګښت، د بندو سړکونو خلاصول، او په سیمه کې د پوځي عملیاتو نه کول شامل کړل، او خبرداری یې ورکړ چې که غوښتنې یې ونه منل شوې، نو احتجاج به نور هم پراخ کړي۔
مشرانو وویل چې خپلې غوښتنې یې وړاندې هم د اپیکس کمېټۍ ته سپارلې وې او هلته منل شوې هم دي، خو تر اوسه پرې عملي اقدامات نه دي شوي۔
د دې ترڅنګ، د بنو قامي جرګې یو مشر عبدالصمد خان، چې مخکې له جرګې نه د کور پر لور روان و، د پولیسو له خوا نیول شوی و، او تر اوسه په زندان کې دی۔ مشرانو د هغه د سمدستي خوشې کولو غوښتنه وکړه او دا یې د اپیکس کمېټۍ د پرېکړو خلاف وبلله۔
د هړتال له امله ښار کې ټول کاروباري مرکزونه، مارکیټونه، ټرانسپورټ اډې او شخصي تعلیمي ادارې بندې پاتې شوې، چې له امله یې ورځنی ژوند سخت اغېزمن شو۔
وروسته، د ضلعي انتظامیې سره د مذاکراتو له بریالیتوب وروسته، مشرانو د پرلت د پای اعلان وکړ۔
د مذاکراتو له مخې، پرېکړه وشوه چې په لومړي پړاو کې به د ښار شاوخوا سړکونه پرانستل شي، او په دویم پړاو کې به د جمعه خان روډ، کوټ براړه او امندي سړکونه هم بحال کړل شي۔
چارواکو ویلي چې ملکي او امنیتي ادارې به د امن د ټینګښت لپاره ګډ اقدامات کوي، او د خلکو د ساتنې لپاره به یوه ګډه تګلاره عملي کوي۔

صفدر داوړ