د خېبرپښتونخوا په بنو ښار کې نن په زرګونو خلکو احتجاجي مظاهره کړې چې تر دې دمه دوام لري، او ښار د یو لوي ولسي پرلت بڼه خپله کړې ده۔
په دې مظاهره کې د بنو تر څنګ د شااوخوا سیمو او د سویلي خېبرپښتونخوا له بېلابېلو ضلعو خلکو په لوي شمېر ګډون کړی، او لا هم خلک د قافلو په شکل کې د احتجاج مرکزي ځای ته را روان دي۔

احتجاج کوونکي د “غواړو غواړو، امن غواړو” نعرو سره د پولیس لاین چوک ته رسېږي، چې د “امن چوک” په نوم هم پېژندل کېږي او د مظاهرې مرکزي پنډال ګرځېدلی دی۔
د مظاهره کوونکو غوښتنې روښانه دي۔ یو قومي مشر، ملک ګل بهادر، شال نیوز ته ویلي چې تر څو د امنیت په نوم بند شوي سړکونه نه وي خلاص شوي او په سیمه کې عملي امن نه وي ټینګ شوی، دوی به خپل احتجاج ته دوام ورکړي۔
په همدې حال کې د مشرانو د کمیټۍ غړي او پخواني سینیټر، باز محمد خان، هم ویلي چې بند سړکونه دې سمدستي خلاص کړل شي او امن دې یقیني شي۔ د هغه په وینا، دوی یوازې د عام ولس لپاره نه، بلکې د سرکاري ادارو او چارواکو لپاره هم امن غواړي۔
باز محمد خان زیاته کړې چې له دې وړاندې یې هم احتجاج کړی و او د هغه په نتیجه کې د خېبرپښتونخوا پخواني اعلی وزیر، علي امین ګنډاپور، ورسره یو تړون کړی و، خو د هغه تړون په یوه نکته هم عمل ونه شو، چې له امله یې خلک یو ځل بیا احتجاج ته راوتلي دي۔
په احتجاج کې د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو ډلو ګډون هم لیدل کېږي۔
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی پښتونیار، د یوې لویې قافلې په مشرۍ کې ګډون کړی او ویلي یې دي چې که څه هم په صوبه کې د دوي د ګوند حکومت دی، خو د امن مسئله د کوم ځانګړي ګوند پورې اړه نه لري، بلکې دا د خلکو د ژوند موضوع ده او ټول باید په ګډه د امن لپاره غږ پورته کړي۔

همداراز، د نیشنل ډیموکراټک موومنټ قافله هم د صوبايي ستر سکرتر ندیم عسکر په مشرۍ کې په مظاهره کې ګډون لري او د مظاهره کوونکو سره یې د یووالي څرګندونه کړې ده۔
په احتجاجي سټېج د پروفیسر ابراهیم خان، ملک باز محمد خان، ملک ګل بهادر خان او د سیمي نورو مشرانو ویناوې کړي او ټینګار یې کړی چې په سیمه کې روانه ناامني نور د زغملو نه ده۔

دا احتجاج په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې په بنو او شااوخوا سیمو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي، چې پکې پر امنیتي ځواکونو بریدونه، چاودنې او هدفي وژنې شاملې دي، او د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي۔
د هړتال له امله بنوں ښار په بشپړ ډول تړل شوی، بازارونه بند دي، ټرانسپورټ درېدلی او ورځنی ژوند په ټپه ولاړ دی۔
تر دې دمه د حکومت له لوري د دې احتجاج په اړه کوم تفصیلي رسمي دریځ نه دی وړاندې شوی، خو مظاهره کوونکي وايي چې تر څو یې غوښتنې ونه منل شي، دا احتجاج به دوام ولري.

صفدر داوړ