دپېښور بورډ بازار، چې ډېر خلک یې لا هم د «وړوکي کابل» په نوم پېژني، له څو لسیزو راهیسي د افغان کلتور، دودونو او لاسي صنایعو یو مهم مرکز پاتې شوی دی. د دې بازار په دوکانونو کې د افغان جامو، ګاڼو او د ودونو د نورو دودیزو توکو ترڅنګ، یو داسې شی هم موندل کېږي چې یوازې د سینګار لپاره نه، بلکې د یوه ژوندي کلتوري میراث استازیتوب کوي. هغه دودیز دسمال دی.
دسمال یو ځانګړی مخملي ټوکر وي چې په سرو او سپینو ځلېدونکو تارونو، مرغلرو، رنګینو ډبرو، ښیښو، زري او نورو زینتي توکو په ډېر هنر او حوصلې سینګارېږي. د هر دسمال ډیزاین له بل سره توپیر لري او د جوړولو لپاره یې ډېر وخت، دقت او هنري مهارت ته اړتیا وي. ځیني دُسمالونه په څو ورځو کې بشپړېږي، خو که ډیزاین یې ډېر پېچلی وي، جوړول یې اوونۍ هم وخت نیسي.
دسمال د افغان ودونو له هغو دودونو څخه دی چې له نسلونو راهیسي له یوې کورنۍ بلې ته لېږدول کېږي. که څه هم د دې دود دقیق پېل معلوم نه دی، خو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له اوږدې مودې راهیسي د واده د مراسمو یوه نه بېلېدونکې برخه ګڼل کېږي او د کورنیو د خپلمنځي اړیکو، درناوي او خوښۍ څرګندونه کوي.
کله چې د ناوې کورنۍ خپله لور د زوم کورنۍ ته سپاري، نو د واده د دود له مخې دسمال هم په ځانګړو مراسمو کې وړاندې کېږي. د زوم د کورنۍ مشران په دې دسمال کې نغدې پیسې ږدي. دا یوازې د ډالۍ ورکولو دود نه دی، بلکې د نوي ګډ ژوند لپاره د نېکو هیلو، برکت، سوکالۍ او خوشحالۍ نښه ګڼل کېږي.
په ډېرو افغان کورنیو کې دُسمال یوازې یوه ورځ نه کارول کېږي، بلکې وروسته هم د کورنۍ د یوه یادګار په توګه ساتل کېږي. ځیني کورنۍ یې له کلونو وروسته خپلو لوڼو او لمسیو ته هم سپاري، څو د خپلې کورنۍ دود او خاطرې ژوندۍ وساتي.
دا دود یوازې په افغانستان پورې محدود نه دی. د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو، په ځانګړي ډول د شینوارو او اپرېدیو په کورنیو کې هم دُسمال د ودونو له مهمو دودونو څخه ګڼل کېږي. که څه هم د سیمو له مخې یې د جوړولو رنګونه، بڼې او سینګار لږ توپیر لري، خو ارزښت او مانا یې یو شان پاتې کېږي.
پخوا به ډېر دسمالونه د کورنیو ښځو په خپلو لاسونو جوړېدل. میندې، خویندې او نورې ښځې به له واده څخه څو اوونۍ یا حتی څو میاشتې مخکې پرې کار پېل کاوه. دا یوازې د ګنډلو کار نه و، بلکې د مینې، صبر او هنري ذوق څرګندونه هم وه. نن هم ډېرې ښځې دا دود ژوندی ساتي، خو ترڅنګ یې په بازارونو کې د بېلابېلو رنګونو، اندازو او ډیزاینونو دُسمالونه هم پلورل کېږي.
د هر دسمال تر شا د یو هنرمند د لاسونو زحمت، د یوې کورنۍ د خوښۍ کیسه او د یو کلتور اوږد تاریخ پروت وي. همدا لامل دی چې د وخت له بدلون، ښاري ژوند او عصري ودونو سره سره، دسمال لا هم خپل ارزښت نه دی له لاسه ورکړی.
دسمال یوازې یو ښکلی ټوکر نه دی؛ دا د مینې، درناوي، خپلولۍ او د دوو کورنیو د یووالي نښه ده. هغه دود چې نسلونه یې سره نښلولي او لا هم د افغان ټولنې د کلتوري هویت یوه ښکلې او ژوندۍ برخه بلل کېږي.

بشرا شینواري