د سوات ضلعې په چارباغ سیمه کې د لرګیو د لوښو دودیز هنر، چې نسل په نسل تر نن ورځې رارسېدلی، د عصري ټکنالوژۍ او صنعتي لوښو له پراخېدو سره د بقا له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.
د چارباغ اوسېدونکي او د لرګیو لوښو هنرمند ،نور محمد، شال نیوز ته ویلي، چې دا هنر یې له خپلو پلرونو او نیکونو څخه په میراث ترلاسه کړی او لا هم د مینې او زحمت په وسیله د لرګیو بېلابېل لوښي جوړوي.

نور محمد وایي، دا د دوي نیکنی کسب دی او که څه هم د دې کار له لارې د ژوند اړتیاوې په سختۍ پوره کېږي، خو د خپل هنر او دود د ساتنې لپاره یې نه پرېږدي.
د هغه په وینا، د پلاستیکي او د اوسپنو د لوښو له عامېدو وروسته د لرګیو لوښو بازار ډېر محدود شوی، چې له امله یې د دې هنر له لارې د روزګار ترلاسه کول هم ستونزمن شوي دي.

د سیمي اوسېدونکی حسین علي وایي، د لرګیو لوښي یوازې د استعمال وسیلې نه دي، بلکې د سوات د کلتوري میراث او دودیز ژوند یوه مهمه برخه ده، چې ساتنه یې د سیمه ییز هویت د خوندي کولو لپاره ضروري ده.
د چارباغ هنرمندان غوښتنه کوي چې حکومت او اړوندې ادارې دې د دودیزو لاسي صنایعو د ودې او بازارموندنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي ترڅو دا پخوانی هنر له ورکېدو وژغورل شي او راتلونکو نسلونو ته هم انتقال شي.

عصمت علي اخون