واڼا (شال نیوز): د پاکستان پيپلز ګوند ځايي مشر عمران مخلص، چې پرون تښتول شوی و، نن بېرته خپل کور ته ستون شوی دی۔
شال نیوز سره په خبرو کې عمران مخلص څه تفصیلاتو ورکولو نه ډډه وکړه۔
دا پېښه په داسې وخت کې شوې وه چې پرون په واڼا کې د امن لپاره يوه جرګه شوې وه.

د هغه ورور طاوس خان شال نيوز ته د تښتونې پخلی کړی و او ويلي يې وو چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې عمران مخلص د امن جرګې نه وروسته خپل کور ته روان و۔
په دې اړه مقامي انتظاميې او د خيبرپښتونخوا ګورنر هم خپله خواشيني څرګنده کړې وه۔
د واڼې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، عمران مخلص اوس خپل کور ته رسېدلی دی، خو تر دې دمه دا نه ده معلومه چې هغه چا تښتولی و او د دې پېښې تر شا څه وجوهات وو. مقامي انتظاميه او د عمران مخلص کورنۍ هم تر اوسه په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي۔

ظفر وزير