واڼا (شال نیوز): په واڼا کې د متحده سیاسي امن پاڅون مشرانو ويلي چې د دوي د اتحاد غړی او د پاکستان پیپلز پارټۍ ستر سیکتر ،عمران مخلص، نن ماځيګر د غواخوا فرش سیمي نه د ناڅرګنده وسلوالو لخوا وتښتول شو.

د عمران مخلص ورور ،طاوس خان، شال نیوز ته وویل چې دا پېښه هغه مهال را منځته شوه چې عمران مخلص په واڼا بازار کې په يو امن جرګه کې د ګډون نه پس بېرته کور ته روان و.


د پېښې نه پس د متحده سیاسي امن پاڅون ،د رسنيو لپاره خپور کړي، ليکلي بیان کې د دې پېښې غندنه وکړه او د انتظامیې نه يې په کلکه د عمران مخلص د ژغورلو غوښتنه وکړه.


د دې پېښې مسولیت تر دې دمه کومې ډلې ندی منلې او نه هم حکومتي انظاميې لا په دې اړه څه ویلي دي.