واڼا (شال نیوز): د کوز سويلي وزیرستان، واڼا احمدزئ وزیرو مشرانو اعلان کړی چې نن ،د جمعې په ورځ، رابلل شوې لوي جرګه يې راتلونکي جمعې پورې ځنډولې ده.
د معلوماتو لمخې، مشرانو اعلان کړی دی چې راتلونکي جمعې په ورځ کېدونکي جرګه کې به د ټولو قبيلو مشران وي چې دوي به په شریکه ،د سیمي د امنيت او د بندو لارو په اړه، پرېکړه کوي.
دا هم ولولئ |
https://shaalnews.com/post/130
د يادونې وړ ده چې درې ورځې مخکې د واڼا احمدزئ وزیرو مشرانو يوه غونډه کړې وه، چې په دغه غونډه کې دوي په واڼا کې د امنیت او بندو لارو په اړه یوه پرېکړه کولو لپاره نن لویه جرګه رابللې وه.

ظفر وزير