په کوز سویلي وزیرستان کې د اعظم ورسک سیمي د احمدزي وزیرو قامي مشرانو نن په واڼه کې یوه مهمه مشورتي جرګه وکړه. په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ د سهار په ۹:۳۰ بجو به یوه پراخه «لویه جرګه» رابلل کېږي، ترڅو د سیمي د بندو لارو او نورو امنیتي ستونزو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

 

د پیپلز ګوند د ځايي څانګې مشر عمران مخلص، ملک تاج زلي خېل او ملک ګل محمد زلي خېل شال نیوز سره په خپلو خبرو کې وویل، چې دوي په وار وار په سویلي وزیرستان کې له ملکي او امنیتي ادارو سره لیدلي، خو تر اوسه د ادارو له لوري د لارو د خلاصولو په اړه کوم مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

 

قامي مشرانو زیاته کړه چې د سړکونو بندښت د عامو خلکو ژوند له سختو کړاوونو سره مخ کړی او دوي نور نشي کولی د چارواکو بې تفاوتي وزغمي.

 

د دوي په وینا، که تر جمعې پورې عملي ګام پورته نه شي، لویه جرګه به د راتلونکي سخت احتجاجي بهیر اعلان وکړي.