سډني (شال نیوز): د اسټرالیا یو عدالت خپل هاغه پخوانی پوځي افسر، چې په افغانستان کې په "جنګي جرمونو" تورن دی، په ضمانت خوشې کړی دی. که څه هم دا پوځي د بند نه وتلی، خو عدالت ورباندې سفري بندیزونه لګولي او د هېواده بهر نشي وتلی.
۴۷ کلن بېن رابرټس سمیت تېره اوونۍ پولیسو د پنځو کسانو د وژنې په تور نیولی و. په نوموړي تور دی چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال ۵ بې ګناه ملکي افغانان وژلي دي.
دا هم ولولئ | https://shaalnews.com/post/88
که چېرې پر سمیت دا تورونه ثابت شي، نو هغه ته د هر قتل په بدل کې د عمر قید سزا ورکول کېدی شي. رابرټس سمیت په تکرار سره دا تورونه رد کړي او وایي چې ده هیڅ داسې کار نه دی کړی چې د جنګي اصولو خلاف وي.
تحقیقات څنګه شروع شول؟
په ۲۰۱۸ کال کې د اسټرالیا په رسنیو کې د دغه پوځي د ظلمونو په اړه ځیني مقالې خپرې شوې، چې له هغې وروسته حکومت او عدالت مجبوره شول چې په خپلو سرتېرو پسې د جنګي جرمونو تحقیقات پېل کړي.
دا قضیه په داسې حال کې تودېږي چې په نړیواله کچه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د شویو سرغړونو په اړه غږونه پورته شوي دي.

شال نیوز